هغه کتابونه پيژنئ چي موضوع اودځانه جوړشوي حديثونه يې ليکلي دي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64795
عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2015-08-23

 

    

                                                                              الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد

بسم الله الرحمن الرحيم

 

           په اوسنۍ زمانه کي سره ددي چي   علم ډيراسانه شوی دی چي څوک يې طلب ولري، ليکن متاسفانه دعلم اودتحقيق شوق ډيرکم دی،ډیرکم عالمان داسي دي چي هغوی صحيح  اوضعيف سره بيلولی شې،داپه داسي حال کي ده چي دداسي روايت بيانول چي دصحت اوضعف درک يې بيانوونکی ونلرې ډيرسترجُرم دی،

په حديث شريف کي راغلې دي چي من حدث عنې بحديث يُری انه کذب فهواحدمن الکاذبين څوک چي داسي حديث  زماله طرفه بيان کړې چي داګمان کيږې چي دابه دورواغ وي نوداسړی يوله دورواغجنوڅخه دی(يعني چاچي داحديث جوړکړيدی دهغوله ډلې څخه يودابيانوونکی هم دی) په يوه متواترحديث کي  راغلې دي من کذب علي متعمدافليتبوأمقعده من النارڅوک  چي په ماباندي قصدادروغ وتړې نودخپل ځان لپاره دي په جهنم کي کورجوړکړې، يعني داسړی به دوزخ ته خامخاورځې،ديادونې وړده چي ډيرداسي کسان تيرشوي دي چي هغوی به دځانه حديثونه جوړول ملاعلې قارې په خپل کتاب الموضوعات الکُبری کي ليکلي دي چي زنادقه ؤ(12000)دوولس زره احاديث دخپلوګيډوڅخه جوړکړي دي سعيدمصلوب چي دمأمون باچالخواپه دې جُرم  اعدام کړل شوچي هغه څلورزره داسي موضوعې احاديث دځانه جوړکړي وو چي دبغدادپه خلګوکي مشهوره شوي هم وو،

شيعه ګانويوازې داهل بيتودفضيلت په اړه درې لکه روايتونه دځانه جوړکړي دي  داسي نورهم بې شميره خلګ تيرشوي دي چي هغوی به حديثونه جوړول چي متاسفانه هغه په مسلمانانوکي هم مشهوره شوي دي اوډيرومصنفينوهم ذکرکړي دي ياله دي امله چي هغه دافکرکړی دی چي  زه احاديث جمع کوم نوردصحيح اوضعيف په اړه دي تحقيق لوستونکي په خپله وکړي اويايې مقصدداوي چي داغلطې خبري په مسلمانانوکي رائج  شې اوددوی دين ورګډوډکړل شې اوياله دي امله چي مصنف يې دي علم (دصحيح اودضعيف دمعلومولو)سره اشنايې نلرې،خوالحمدلله ددي دين حفاظت الله پاک په خپله کوي،له دي امله  يې داسي بې شميره علماء په هره زمانه کي پيداکړي دي چي هغوی صحيح اوغلط سره جلاکړي دي،  داډول کتابونه چي بې بنسټه اوکمزورې روايات ليکلي دي بې

شميره دي  په ځانګړې ډول دوعظ اونصيحت کتابونه، ځينې يې شيخ محمدالبشيرظافرالازهرې په خپل کتاب کي په  ګوته کړي دي ددي لپاره چي مسلمانان دهغوڅخه ځان وساتي ،

هغه په خپل کتاب کي لاندینې کتابونه یادکړېدي موږغواړوچي هغه محترموپښتنولوستونکوته وړاندي کړوترڅوله هغوڅخه خبرشې اودهغوپه اړه له احتياط څخه کارواخلې : هغه کتابونه  دادي:

·      کتاب الشهاب دقضاعې چي دهغه په اړه امام صاغانې په خپل کتاب الدرالملتقط کي وايې :په دې کتاب کي ډيرموضوع اودځانه جوړشوي احاديث ليکل شوي دي .

·        فضل العلماء:دمحدث شرف بلخې کتاب دی  چي دهغه په اول سرکي

داسي دي چي چایوه مسئله زده کړه نودومره دومره ثوابونه یې دي .

·      مسائل  دعبدالله بن سلام : چي درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه امتحان اخلې دادیوي کتابچي په اندازه دی چي علامه ابن الوردي په خپل کتاب خريده کي ذکرکړیدي .

·      له دي جملې څخه دمشکلاتواوملاحموکتابونه دي  :امام سخاوي په المقاصدکي لیکلې دي چي خطيب ویلې دي چي  دفتنو،مشکلاتواوملاحموپه هکله  ډیرلږ احادیث صحيح دي ډيره برخه یې صحیح ثابت نه دي ،امام سیوطې په (الدرر)کي د امام احمدرحمه الله قول ذکرکړی دی  چي درې علوم داسي دي چي هغه اصل نه لرې :ملاحم،مغازې اوتفسیر.

خطیب په خپل کتاب الجامع کي لیکلې دي چي د دي درې قسمه علوموپه هکله د امام احمدداخبره په خاصوکتابونوپورې مختص ده ځکه چي دهغوکتابونو نقل کوونکو په نقلولوکي احتیاط نه دی کړئ،(ددي دروقسموعلوموټول کتابونه دغسې نه دي) اوبل داچي قصه ګویانو(هغه خلګ چي عواموته په تقریرونوکي قصې بیانوي ددي لپاره چي ځان ورته  غټ عالم معرفې کړې اودعواموتوجه دځان په لورې  ورجلب کړي )هم څه زیاتوالی پکښې  کړیدی .

         امام سخاوي وايې :دکلبې تفسیرټول درواغ دی دهغه مطالعه کول  جائزنه دي، داخبره امام احمدهم کړیده،امام خطیب وايې چي دمقاتل بن  سلیمان تفسیرهم دیته نږدي دی،اودواقدي کتابونه دُرواغ دي .

·      له دي جملې څخه (یعنې له هغوکتابونوڅخه چي بې بنسټه روایات یې لیکلي  دي )فتوح الشام کتاب دی،اودموسی بن عقبه کتاب چي داصح المغازي په نوم دی،محمدبن اسحاق چي کوم مغازي والادی نوهغه داهل کتابوڅخه اخيستل کوي ،داخبره خطیب کړیده .

علامه شوکانې رحمه الله په خپل کتاب (الفوائدالمجموعه )کي لیکلې دي چي دصوفیانوتفسیربالکل تفسیرنه دی لکه تفسیرالسُلمي چي حقائق التفسیرورته ویل کیږې اوپه دې کي شک نشته چي دصوفیانوتفسیردتحریف  سره مشابهت اوورته والی لرې تفسیرنه وي بلکه ددوی ډیراقوال له باطینیوواوله هغه تفاسیروڅخه اخیستل شوي دي چي په هغوهيڅ اعتمادنشته  لکه تفسیرابن عباس چي ددُرواغجنواوکذابينوڅخه نقل شوی دی ،لکه کلبي،سدي اومقاتل دامعنی امام سیوطې ذکرکړیده اوله هغه څخه مخکي شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله هم ویلې دي چي کوم مفسرین چي دهغوسره موضوعې احاديث چليږې لکه ثعلبي،واحدي اوزمخشري نودهغوپه روایاتوباندي اعتمادکول نه دی پکارکوم هغه روايات چي هغوی يې دسلفوڅخه نقلوي همدارنګه هغه روايات چي روافض يې په خپلوتفاسیروکي نقلوي هم له   موضوع اودروغوڅخه دي زه  وايم چي مادبعضې علماؤپه اقوالوکي ليدلې دي چي هغوی شيخ خازن دتفسيرالمعالم والااواسماعيل افندي حقي دتفسيرروح البيان والا

له هغومفسرينوڅخه شميرلې دي چي دهغوی سره موضوعې روايتونه چليږې.(خودتاسف خبره داده چي داکتابونه زموږپه معاشره کي ډيراستعماليږې.

·       له دي جملې څخه چي په موضوعې ،بې بنسټواواسرائيلې خرافاتوډک دي يوهم دصفوي کتاب :نزهة المجالس ومنتخب النفائس دی ځکه ددي کتاب مصنف رحمه الله

خپل کتاب په موضوعاتواوبې بنسټوروايتونوسره ډک کړی چي هغه ترشمار وتلې دي اوپه هغه کي ډېري داسي  قصې  شته چي هيڅ بنيادنلري .

·      تنبيه الغافلين دابوالليث ثمرقندي کتاب: امام ذهبي رحمه الله ليکلي دي چي په نوموړې کتاب کي ډيرموضوعې احاديث ليکل شوي دي لکه څنګه چي په   کشف الظنون کي راغلې دي.

·      قرة العيون ومفرح القلب المحزون هم دابوالليث کتاب دی، داهم له هغوکتابونوڅخه دی چي موضوعې روايات یې ليکلي دي.

·      الجامع الصغيردامام سيوطي کتاب :په دې کي يې  هم ډيرموضوعې احاديث ليکلي دي چي وروسته يې په دې موضوعاتوپه  خپل بل کتاب کي چي دموضوعاتوپه هکله یې ليکلی دی  خبرداری ورکړی دی.

·        ددميري  کتاب حيوة الحيوان

·        دثعلبي  کتاب قصص الانبياء

·        دابشيهې کتاب المستطرف .

·        اوانيس الجليس کتاب.

1.      اوخزانة الاسرارجليلة الاذکارکتاب اودحيرانتياخبره داده چي ددي کتاب والا

دهرباب په پيل کي داسي  وايې :باب دی په هغه صحيح احاديثوکي چي په دې هکله  راغلې دي، بياددي خبري وروسته موضوعې روايات ذکرکوي .

·        له دي جملې څخه تحفة الاخوان  فې قراءة الميعادفي   رجب وشعبان

چي دفشني کتاب دی ماداکتاب مطالعه کړونوپه دې کتاب کي مي ډيرموضوعات وليدل.

·        ؛دطبرسي کتاب مکارم الاخلاق

·      ؛صفة اهل التصوف کتاب: امام سيوطي په الذيل کي ويلي  دي چي په دې کتاب کي منکر روايات اوداسي قصي  شته چي قطعاباطلي دي

·      .دخويرې کتاب دُرة الناصحين  چي په بولاق کي چاپ شويدی ماوليدی نوپه دې کي مصيبنونه  اوداسي باطل احاديث ووچي هيڅ بنياديې نلرئ(دتاسف خبره داده چي داکتاب زموږپه افغانانوکي دومره شهرت لرې چي تقريبادهرملاامام سره موجوددی، اونږدي  پنځه نوي فيصه  ملاامامان ددي کتاب څخه دجمعې په ورځ تقريرونه کوي،  داپه داسي حال کي  چي داکتاب  داسي  دی چي ټول له  دروغوډک دی)  .

·        .نورالابصارفي آل بيت النبي المختارپه دې کي ډيرموضوع اودځانه جوړي شوي خبري موجودي دي.

·      .البيان في شرح عقوداهل الايمان چی ددُرواغجن ابوعلي الاهوازي کتاب دی ددي په هکله ابن عساکروايې :په دې کتاب کي يې ډيرموضوعات راوړيدي، امام ذهبې هم په الميزان کي لیکلې دي چي په دې کتاب کي يې  موضوعات،دځانه جوړي شوي اودشرم خبري  ليکلې دي .

·      .دسليمان بن عيسی السجزي دُرواغجن هلاک شوي کتاب تفضيل العقل په دوه ټوکه کي دی  امام دارقطني ليکلي دي چي دده تصنيف دعقل په هکله ټول موضوع اودځانه جوړشوی دی

·      ؛الرسالة العصفورية په دې کتاب کي يې ليکوال څلويشت احاديث يوځای کړي دي چي په هغوکي يوازې درې حديثونه صحيح دي نورټول موضوع اودځانه جوړشوي دي .

·      .ددي جملې څخه بدائع الزهورفي وقائع الدهورکتاب دی چي دانبياعليهم السلام په واقعاتواوحالاتومشتمل دی دابن الياس تاليف دی چي په دې کي هم باطل اواسرائلې خرافات جمع شويدي.

·      ؛سيرة الکُبری :ددي کتاب په هکله ابن حجرپه الفتاوی الحديثيه کي وايې :ددي لوستل جائزنه دی ځکه چي اکثريي باطل،دروغ اوګډوډشيان دي نوټول حرام اومنع شول ځکه (چي  په دې کتاب کي  صحيح اوغلط داسي سره ګډوډشوي دي) چي بيلول يې مشکل کاردی

·      .دابن وردي کتاب خريدة العجائب اوفريدة الغرائب ددي په هکله يې په   کشف الظنون کي ويلې دي چي په دې کتاب کي يې بې بنسټه اخباراوداسي خبري ذکرکړيدي چي هغه محال دي اوبل داچي داکتاب په هغوخلګوکي متداول اورائج  دی چي عقلونه يې کمزورې  وي.

·      .الترغيب والترهيب داصفهاني ددي په هکله حافظ منذرې ليکلي دي چي په نوموړې کتاب کي داسي روايتونه شته چي دځانه جوړيدل اوکمزورې کيدل يې ثابت شوي  دي.

·      .عجائب القرأن دمحمودبن حمزه الکرماني کتاب دی دنوموړې کتاب په هکله امام سيوطي په الاتقان کي ليکلي دي چي په نوموړې کتاب کي  نااشنااومنکرروايات راوړل شوي دي چي په هغونه اعتمادجائزدی اونه يې بيانول جائزدي،مګرددي لپاره چي خلګ ترې ځانونه وژغورې.

·        .اللباب في الحديث :په دې کي هم ډيرموضوعات ذکرشوي دي.

·      له دي جملې څخه بل کتاب الاهوال والقيامة دی امام ذهبې ددي په هکله وايې چي داکتاب ټول دورواغ دي.

·      له دي جملې څخه بل کتاب العروس دابوالفضل دی ددي په هکله امام  ديلمي ويلې دي چي ددي کتاب ټول احاديث موضوع بې بنسټه دي په دې باندي اعتمادکول جائز نه دی اوکيديشې چي ددي کتاب ليکوال ددي نسبت امام جعفرته ددي لپاره کړی وي چي په خلګوکي مشهورشې.

·      شفاءالصدوردنقاش :ددي په هکله ابوالخطاب بن دحيه وايې چي داکتاب يې ټول په دروغواوبهتان ډک کړی دی خطيب ددي په هکله وايې چي داپه حقيقت کي شقاء الصدور(بدبختې دسينو)دی اوبيايې دنقاش په  اړه دعلماؤاقوال ذکرکړي دي چي دادورواغجن سړی دی اودځانه داحاديثوپه جوړولوباندي تورن دی.

·      البرکة في فضل السعي والحرکة :دشيخ محمدالوصابي اليمنې کتاب دی ددي په هکله خطيب وايې چي ماداکتاب مطالعه کړونوپه دې کي مي ډيرنااشنااوموضوعې احاديث وليدل.

·      الروض الفائق في المواعظ والرقائق دحريفيش کتاب دی په دې کي هم ډيرموضوعې احاديث ليکل شوي دي.

·      دتصوف په کتابونوکي هم ډيرموضوعې اوبې بنسټه خبري ليکل شوي دي داخبره شيخ محمدالحوت البيروتي په خپل کتاب اسنی المطالب کي ليکي ده.داسي نورهم ډيرکتابونه شته (مقدمة  الموضوعات الکُبری للعلي القاري  ص 6)     زه ( عزام)وايم چي داسي کتابونه چي په اوسنۍ زمانه کي ليکل  شوي اوکمزورې خبري يې ليکلي دي هم څه کم نه دې، يوڅويې دادي :

·      دفضائلو کتابونه : په دې هکله چي  کوم کتابونه ليکل شوي دي نوپه اکثروکي يې ډيرموضوع اوضعيف روايتونه شتون لرې، دبعضوپه هکله  پخپله ليکوالانويې ليکي وي چي داروايت ثابت نه دی،نوربې شميره روايات داسي هم پکښې وي  چي دهغوپه هکله هغوی   څه نه وي ويلې، سره ددي چي هغه داسي روايات وي چي صحيح ثابت نه دي ،بلکه ضعيف ياموضوعې وی، په اوسنۍ زمانه کي ډيروليکوالانوپه دې اړه کتابونه ليکلي دي چي اکثرليکوالان يې داسي دي چي هغوی دافکرنه کوي چي زه بايدپه خپل کتاب کي داسي روايتونه رانه وړم چي هغه په رسول الله صلی الله عليه وسلم  باندي دبعضوظالمانولخوادروغ تړل شوي  وي ،بعضي داسي ليکوالان هم شته  چي هغوی دکتاب دليکلوڅخه  يوازي دخپل ځان دشهرت  مقصدلري نورڅه نلري، نودداسي ليکوالانوڅخه خوداطمع لرل بي ځايه ده چي دوی دي دصحيح اوضعيف تفکيک وکړي.

·       بل دمولوي عبيدالله قندهارې صاحب کتابونه :دده  په کتابونوکي داسي خبري هم شته چي هغه بالکل داسلام سره اړخ نه لګوي، دقرآن کريم خلاف وي ،بل داچي دنوموړې ملاکتابونه ترډيره حده داسي دي چي  داسي خبري ثابتوي چي  هغه شرک اوبدعت وي،الله خبردی چي نوموړئ  ملاپه هغونه پوهيږې که ضدياددُنيالالچ نيولی دی،خومتاسفانه ډيرداسي خلګ هم  شته چي ځانونوته عالمان وايې،بياهم  دده په کتابونوعمل کوي بلکه دده تقليدکوي،اوچي کومي خبري دي ملاليکلي دي هغه پرته له دليله صحيح اوحقې بولې،اوڅوک چي دده خلاف مسئله بيانوي،په هغه باندي بيلابيل تورونه لګوي،که ورته وويل شي چي   ستاسره څه دليل دی نوځواب یې له دي پرته بل څه نوي چي فلانۍ ملانه پوهيږي .

·      دبريلويانوپه کتابونوکي هم دموضوعې اودخودساخته خبروخوارې نشته،په پراخه اندازه شتون پکي لرې،ديادونې وړده چي په ترکيه کي بريلويان يوه اداره لرې چي څوک   ترې غوښتنه وکړي کتابونه مفت ورليږې،هغوی هغه کتابونه  تقسيموي چي شرک اوبدعت ته پکي بلنه شوي وي لکه دمولوي حمدالله جان کتابونه،نوپه هغوکتابونوکي چې ددوی لخواتقسيميږې ډيرموضوعي روايتونه شته .

·       انوارالتبليغ کتاب په دې کي هم ډيرې بې اصله خبري شته . دايوڅوکتابونه دبيلګې په ډول دلته يادشول ورنه داسي کتابونه بې شميره دي چي په خرافاتوډک وي،مسلمانانوته پکارده چي دخپل دين په اړه له پوره احتياط څخه کارواخلې،په هرچاپ شوي کتاب دي خپله عقيده نه تړې .

·      يواقيتُ الاعمال :داهم پښتوکتاب دی ،په دې کي ډيري داسي دځانه جوړشوي روايتونه اوقصي شته چی بالکل بي اساسه ،اودشرک خبري دي .

·      دمولوي عبيدالله مشهورپه ملاتُروه دده په کتابونوکي  هم ډيري بي   سنده اوبي اصله خبري ليکلي دي .

          ديادونې وړده چي موږپه دې مضمون کي يوازې دحق دبيان اراده لروبل غرض الحمدلله نلروالله پاک دي     موږته په دېن باندي صحيح پوهه راکړې.
       اللهم ارناالحق حقاوارزقنااتباعه وارناالباطل باطلاوارزقنااجتنابه  آمين يارب العالمين