یو هیر شوی ملي ویاړ ( عبدالاحدمومند)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64807
علم ګل سحر
دخبریدو نیټه : 2015-08-23

علم ګل سحر

د نړۍ د تمدن په پرمختګ کې زموږ ونډه کمه او آن په نشت حساب ده. د جهان له پیدا یښته تر اوسه پورې په نړۍ کې په سلګونو زره نوي کشفیات، اختراع ګانې او نوې څیړنې شوې دي. خو که لږ واقعبینانه ووایو په دې ټولو کې د نورو ملتونو په پرتله زموږ برخه هیڅ ده. دا خبره به له تعلیمه لیریوالي او د نړۍ له پرمختګونو سره زموږ پر وخت نه پیژندګلوي تر څنګ نور عوامل هم ولري خو زما په نظر یې یو عامل دا هم کیدای شي چې موږ خپلو کارونو او نوښتونو ته لکه څنګه چې لازمه ده ارزښت نه دی ورکړی او آن ویلی شو چې نه مو دې پیژندلي. او ددې پر ځای چې خپل هغه ویاړونه وستایو چې موږ ته د جهان په ستر کلي کې یوه اتوریته رابښي پر ځای مو هغه څه لوړ ګڼلي دي چې په ډیرو برخو کې زموږ د وروسته پاتې والي سبب شوي دي.
د بیلګې په توګه زموږ ځوان نسل اوس هم د افغانستان د نوي اقتصاد پلار عبدالمجید زابلي او د شنه انقلاب رهبر عبدالوکیل خان او په سلګونو نور داسې شخصیتونه چې زموږ وطن ته یې خدمت کړی دی، لکه څنګه چې په کار ده نه دي پیژندلي.
موږ د جګړه مارو مشرانو په نومونو واټونه او ښوونځي لرو د همدوی کارونه ستایو او د وژل کیدو ورځې یې یادوو، خو هیڅکله مو د خپل وطن د لومړني معلم، لومړني پیلوټ، لومړني ښوونځي د جوړیدو ورځې نه دي نمانځلې.
دا خبرې مې د افغانانو تر یوه هیر شوي ستر ملي ویاړ پورې رایادې شوې. د افغانستان په تاریخ کې دغه نیکمرغه پیښه د ۱۹۸۸ کال د اگست د مياشتې په ۲۹ نیټه شوې ده. په همدې ورځ لومړني افغان کیهانورد  یا ستور مزلي عبدالاحد مومند فضا ته خپل سفر پیل کړ او افغانانو ته يې ستر تاریخي ویاړ په نصیب کړ.
عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹میلادي کال د نوامبر د مياشتي په لومړۍ نیټه د غزني ولايت د اندړو ولسوالي د سردې د کلي  د محمد سرور په متدينه کورنۍ کې دنياته سترگي غړولې دي .ابتدايه زده کړې يې د سردې کلي په ابتدائيه ښوونځي او وروسته د غزني  دسلطان شهاب الدين ليسه کي شامل سوی اوبيا یې د کابل په حبيبه  ليسه کې زده کړوته دوام ورکړ چي په ۱۹۷۶کال له حبيبې ليسې څخه فارغ اودکانکور تر آزموينې  وروسته یې د کابل د پولي تخنيک انستيتوت  دجيولوجي په انستيتيوت کي عالي تحصيلاتوته دوام ورکړ .
ښاغلی مومند په ۱۹۷۸ کال د پيلوټۍ په برخه کې د زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته ولېږل شو، چي په ۱۹۸۱ کال  یې  دکراسنودار اوکيف  په  پوځی هوايي مسلکي مکتب کې  د پيلوټۍ په برخه کې مسلکي زده کړي  په برياليتوب سره پاي ته ورسولې او وطن ته راستون شو .
ښاغلى عبدالاحد مومند هيواد ته له راستنيدو وروسته او له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۴ کال پوري  د بگرام په هوايي ډگر کې د هوايي قواوو د پيلوټ په توگه دنده سرته رسوله . د ۱۹۸۴ کال نه  تر ۱۹۸۷ کال  پورې د لوړو اومسلکی زده کړو لپاره دوهم ځل د اوکراين هيواد د کيف په ښارکي د يوري گاگارين په نوم پوځی هوايي اکاډمي  کې عالي اومسلکي تحصيلات وکړل  .
په ۱۹۸۷ کال دنومبر په مياشت کښي ښاغلي  عبدالاحد مومندله نوروپيلوټانو سره لکه محمد دوران ، محمد جهيد، اقا جان، سراج الدين، امير خان، خيال محمد، شير زمين سره يو ځاى د کيهاني پرواز لپاره په روغتيايي معايناتو کې برخه واخيسته.
د۱۹۸۷  کال د دسمبر په ۱۲ عبدالاحد مومند د اتوکانديدانوله جملې نه يوله هغوکسانوڅخه وټاکل شو چي د پرواز لپاره چمتو شي .
له روغتيايي معايناتو اوځانگړې  زده کړي وروسته ښاغلى عبدالاحد مومند د ۱۹۸۸ کال د اگست د مياشتې په ۲۹ د شوروي اتحاد (( د اینترکسموس))  د پروګرام پر بنسټ خپل کيهاني تحقيقاتي پرواز د سويوز ام شپږ فضايي بيړۍ په مټ پيل کړ .  د سهار پر څلوربجو او۲۳  دقيقو د کيهاني بېړيو د پرواز له ډگر بايکانورنه  د((مير ستيشن )) په لور چي په فضاکې موجودو د دوي بېړۍ  وتوغول  شوه ، دا بيړۍ په برياليتوب سره د مير له فضايي تمځای سره يوځای شوه اوهلته یې له دوو نورو ستورمزلوسره چي له پخوانه د مير په نړیوال کيهاني تم ځای کې وو  خپله پوهنيزه او څيړنيزه پروژه پېل کړه.
ښاغلي مومند په یوه مرکه کې ویلي: (( چي ماشوم وم د الوتکي اوپيلوټۍ په هکله مي فکر هم نسو کولاي ،خوکله کله چي به زموږ د کلي پر سر الوتکه تېرېدله  ما فکر کاوه چي الوتکه هم د بسونواولارۍ موټر غوندي کلېنر لري ، نودا به مې په فکر کې راگرځېدله ،کاشکي ددې الوتکې کلېنروای ، څومره به ښه وای، دا خومې هيڅکله تصورنسو کولای چي زه به پيلوټ اوفضا ته کيهاني سفر وکړم ))
د يادولو وړ ده کله چي يوري ګاګارين د لومړنی انسان په توګه فضا ته ولاړ ، هغه وخت عبدالاحد مومند دری کلن و ، يوري ګاګارين فضا ته له تللويوکال وروسته په يو تاريخي سفر افغانستان ته راغی، هغه وخت ښاغلی مومند څلورکلن وړوکی ماشوم  و او د غزني په سردي کلي کې یې له نورو ماشومانو سره په خاورو کې لوبې کولې، ځکه به یي هيڅکله فکر نه کاوه چې لومړنۍ افغان کيهانورد به شي.
عبدالاحد مومند  له دغه بریالي پرواز او تحقیقاتو وروسته په افغانستان  کې د علومو اکاډمۍ  په تشکيل کې د فضايي تحقيقاتو انستيتيوت  جوړ او هلته یې په تحقيقاتي کار پيل وکړ . په دې انستيتيوت کښي تر څه مودې کارکولو  وروسته د هوانوردى او توريزم د وزرات د تخنيکي معين په توگه په دنده وگومارل شو ،پردې دنده یې د شپږومياشتو لپاره کارته دوام ورکړ.
ښاغلى مومند د ۱۹۹۲ کال د اپريل په مياشت کې په کابل کې د تنظیمي جګړو له امله  لکه نور روشنفکران اووطنپال افغانان د هيواد پرېښودو ته مجبورشو، د آلمان فدرالي جمهوريت ته ولاړ اودهمدې هيواد شتوتگارت  په ښارکي کې له خپلې کورنۍ سره میشت شو . ښاغلى عبدالاحد مومند په آلمان کې څه موده د شتوتگارت پوهنتون د کيهاني تحقيقاتو په انستيتوت کې کار کړى.
عبدالاحد مومند د څلورو مسلمانو ستورمزلو په جمله کې لومړنی مسلمان ستورمزلی یا فضانورد دی چې قرانکریم یې فضا ته وړی او هلته یې تلاوت کړی دی. عبدالاحد مومند له فضا څخه له خپلې مور، د وخت له جمهور ریس ډاکټر نجیب الله او د هغه وخت د مخابراتو له وزیر محمد اسلم وطنجار سره په پښتو ژبه خبرې وکړې. د نورو سترو ویاړونو او علمي تحقیقاتو تر څنګ لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند دغه دوه ویاړونه هم لري.
موږ ته په کار ده د خپل هیواد دا ویاړونه هیڅکله هیر نه کړو او تل یې ونمانځو.   هیله ده د افغانستان په کالهنداره (جنتري) کې فضا ته د لومړني افغان ستور مزلي د سفر د پیل ورځ په ټول هیواد کې عمومي رخصتي اعلان شي او دغه بختوره ورځ د یوه ملي جشن په توګه هر کال ونمانځل شي.
دغه راز په کار ده لومړنی افغان ستور مزلی د دولت له خوا وستایل شي او د کابل ښار د هوایي ډګر واټ د نوموړي په نوم ونومول شي. عبدالاحد مومند چې اوس په بهر کې دی، ښه ده چې وطن ته راوغوښتل شي د مومند په مرسته او نوښت د فضایي څیړنو مرکز بیرته له سره جوړ شي او ددوی له پوهې او تجربو څخه ګټه پورته شي.