دا هم صدقه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65061
استاذ نورالله خان احمدزی
دخبریدو نیټه : 2015-10-04

 


د صدقې ګڼ شمېر برخې او ډولونه دي، هره صدقه بېل بېل اجر او حکمت لري، لاندې یو څو احادیث د صدقې په هکله ستاسو مخې ته ذکر کوم.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : كُلُّ سُلَامَى مِنَ النَّاسِ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ كُلَّ يَوْمٍ تَطْلُعُ فِيهِ الشَّمْسُ : تَعْدِلُ بَيْنَ اثْنَيْنِ صَدَقَةٌ ، وَتُعِينُ الرَّجُلَ فِي دَابَّتِهِ ، فَتَحْمِلُهُ عَلَيْهَا ، أَوْ تَرْفَعُ لَهُ عَلَيْهَا مَتَاعَهُ صَدَقَةٌ ، وَالْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ صَدَقَةٌ ، وَبِكُلِّ خُطْوَةٍ تَمْشِيهَا إِلَى الصَّلَاةِ صَدَقَةٌ ، وَتُمِيطُ الْأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ صَدَقَةٌ . رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ .

ژباړه: ابو هریره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: هره ورځ چې لمر راخیژي د خلکو په هر يوه بنده صدقه واجب ده، که د دوو کسانو ترمنځ په انصاف فيصله وکړي دا صدقه ده، که د چا سره په سپرلۍ کې مرسته وکړي سپور ېې کړي یا څه سامان ورسره پورته کړي دا صدقه ده، او خوږه او نرمه خبره صدقه ده، او هر قدم چې د لمانځه له پاره جومات ته اخلي دا صدقه ده، او د لاري څخه د تکليف شي لري کول صدقه ده.

عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ الْجُهَنِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " ظِلُّ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ صَدَقَتُهُ ". [شرح مشکل الآثار للطحاوی 3836]
ژباړه: عقبه بن عامر جهني وایی: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د مسلمان لپاره سیوری دقیامت په ورځ کې دده صدقه ده.

عَنْ أَبِي ذَرٍّ ، قَالَ. قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. تَبَسُّمُكَ فِي وَجْهِ أَخِيكَ صَدَقَةٌ لَكَ ، وَأَمْرُكَ بِالْمَعْرُوفِ ، وَنَهْيُكَ عَنِ الْمُنْكَرِ صَدَقَةٌ ، وَإِرْشَادُكَ الرَّجُلَ فِي أَرْضِ الضَّلاَلَةِ لَكَ صَدَقَةٌ ، وَإِمَاطَتُكَ الأذى وَالشَّوْكَ وَالْعَظْمَ عَنِ الطَّرِيقِ لَكَ صَدَقَةٌ ، وَإِفْرَاغُكَ مِنْ دَلْوِكَ فِي دَلْوِ أَخِيكَ لَكَ صَدَقَةٌ ( رواه الترمذي ).

ژباړه: د حضرت ابو ذر رضى الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:  ستا د خپل ورور مخته کتل او مسکا کېدل صدقه ده او ستا د لږې نېکۍ حکم کول صدقه ده او ستا د لږې بدۍ څخه منع کول صدقه ده او لار  ور کونکو ته لار ښوونه هم صدقه ده او ستا په لاره کې تکليف رسونکى شى لکه ( هډوکى ، اغزی او نور)  لرې کول هم صدقه ده.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: إِنَّ صَدَقَةَ الْمُسْلِمِ تَزِيدُ فِي الْعُمُرِ، وَتَمْنَعُ مِيتَةَ السُّوءِ، وَيُذْهِبُ اللَّهُ بِهَا الْكِبْرَ وَالْفَخْرَ. طبراني الکبیر، الترغیب والترهیب

ژباړه: د مسلمان صدقه د هغه په عمر کې زیاتوالی راولي او د بد مرګ څخه يې ساتي او الله تعالی  ددې صدقې په ذریعه  د تکبر او فخر  مرضونه  لرې کوي.

 

په حدیث شریف کې راغلي چې د انسان په بدن کې  درې سوه او شپیته ۳۶۰ جوړونه دي دې لپاره ضروري دي چې د هر جوړ لپاره هره ورځ یوه صدقه ورکړل شي .... اصحابو کرامو عرض وکړ چې یارسول الله! چاته ددې طاقت دی چې هره ورځ د۳۶۰  جوړونو لپاره صدقه ورکړي؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په مسجد کې چې کومه ګندګي لکه خزلې یا ډکي وغیره پراته وي هغه لرې کول هم صدقه ده ..... له لارې څخه د مضر او تکلیف رسونکي شي لرې کول هم صدقه ده .... د څاښت دوه رکعته لمونځ د ټولو قائم مقام یا ځای ناستي جوړیږي .... دې لپاره په لمونځ کې هر جوړ د الله تعالی په عبادت سره په حرکت راځي .... د دوه کسانو ترمنځ انصاف کول هم صدقه ده .... یو کس په سوارلي کښینول یا مرسته ورسره کول هم صدقه ده .... سپور کس ته سامان پورته کول هم صدقه ده .... لا اله الا الله محمد رسول الله لوستل هم صدقه ده .... هر هغه ګام چې د لمونځ کولو لپاره پورته شوی هغه هم صدقه ده .... یو کس چې لاره یې ورکه کړي وي هغه ته لاره ښوول هم صدقه ده .... هره روژه صدقه ده .... حج صدقه ده .... سبحان الله، الحمدلله، الله اکبر لوستل هم صدقه ده ـ

لاره کې د تلو پر وخت چا ته سلام اچول هم صدقه ده ... د نیکي حکم کول هم صدقه ده .... له بدي څخه منع کول هم صدقه ده ... پخپل اهل او عیال باندې خرڅ کول یوه عظیمه صدقه ده ... د کمزورو خلکو سره زړه سواندۍ کول هم صدقه ده .... هره نیکي که څه هم په لیدو کې سپکه وي لیکن په ثواب کې هغه د صدقې برابره وي.... د کوم ناتوانه کس د تعلیم لګښت په غاړه اخیستل هم صدقه ده .... له مسلمان سره په مسکا سره ملاقات کول هم صدقه ده .... کوم کس ته دیني مسئله بیانول او ښودل هم صدقه ده الغرض هره نیکي صدقه ده لیکن ددې تاثیر هغه وخت کې په نظر راځي کله چې هغه کس د خپلي ذمې حقوق او فرائض ادا کړي او خپله معامله له الله تعالی سره سمه کړي ــ لدې څخه بغیر نیکي خپل برکتونه نشي ښکاره کولی ــ دې لپاره دا پورته ذکر شوي نیکي چې په صدقه کې ګڼل کیږي ــ هغو کې د وزن او تاثیر پیداکولو لپاره ضروري دي چې موږ د الله تعالی له نافرماني څخه ځان وساتو او د الله تعالی ارشادات ومنو او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په طریقه ژوند تیر کړو.