په مسکو کې درې بېساري پښتو قاموسونه چاپ شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65127
پامیر زیارمل
دخبریدو نیټه : 2015-10-10

 

 په دې وروستیو کې د روسيې په پلازمېنه مسکو او په ټولیزه توګه په ټوله روسیه کې د افغانستان ملي ژبې پښتو ته په پوهنیزو مؤسسو کې ډېره پاملرنه کېږي. د همدې لړۍ په کړۍ کې له ۳۰ کلن ځنډ څخه وروسته په مسکو کې درې بېساري پښتو قاموسونه چاپ شوي دي:
۱ . پښتو - روسي د جغرافیایي نومونو قاموس؛
 ۲. روسي - پښتو د جغرافیایي نومونو قاموس؛
 ۳. روسي - انگلیسي-پښتو او پښتو-انگلیسي-روسي د کمپیوټر او انټرنیټ اصطلاحاتو قاموس.
لومړي دوه قاموسه د مسکو د نړیوالو اړېکو د پوهنتون استاد پامیر زیارمل له یوري لالېتین سره په ګډه او وروستی قانوس یوازې لیکلی دی.
د ویلو وړ ده، چې پامیر زیارمل له دې قاموسونو څخه پرته پر شپږو نورو سترو پښتو قاموسو کار کوي، چې ټول به په پر له پسې توګه خپاره شي.

د قاموسو په اړه د لا ډېرو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دغه ځای کښېکاږئ.

http://www.mgimo.ru/news/faculty/document276219.phtml