په افغانستان کې د واک پر سر شخړه کتاب د دویم ځل لپاره چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65272

دخبریدو نیټه : 2015-10-27


دغه کتاب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پخواني استازي «کای ایډه» مهم یادښتونه دي ، چې د خپل ماموریت پر مهال یې د افغانستان په اړه لیکلي دي.
دغه کتاب د ۲۰۰۸ پر ولسمشریزو ټاکنو، له امریکا او ناټو سره د کرزي پر مخالفت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پر ستراتېژۍ او پر نورو مهمو سیاسي موضوعاتو را څرخي. د دې کتاب لومړی چاپ په ۲۰۱۳ کال کې شوی و، چې دا دی د دویم ځل لپاره د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی .
دغه کتاب تکړه ژباړونکي سیمع الله ایلم پښتو ته ژباړلی دی .