د اراکوزيا مجلې لمړۍ ګڼه تازه له چاپه راووته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65288

دخبریدو نیټه : 2015-10-28


راپور: عصمت الله نصرت - هلمند
د اراکوزيا مجله د اراکوزيا پوهنتون لمړۍ چاپي خپرونه ده چي  د پوهنتون د استادانو او محصلينو په مټ له هلمند ولايت څخه خپريږي.
د اراکوزيا مجلې لمړۍ ګڼه چي د بيلا بيلو علمي، اقتصادي، څيړنيزو، ادبي او سياسي ليکنو ترڅنګ د اراکوزيا پوهنتون فعاليتونه، لاسته راوړني او وروستي پرمختګونه په ځان کي رانغاړي؛ په ډير ښکلي صحافت او ډيزان سره تازه له چاپه راووته.
دادی د اراکوزيا مجلې دا ګڼه د ۴۰ مخونو په درلودلو سره په زر ګڼو کي چاپ او خپره سوه چي د ګڼ شمير محصلينو او د علم او ادب مينوالو علمي او ادبي تنده به پري ماته سي.
مينوال کولای سي ياده مجله د اراکوزيا پوهنتون او د  اطلاعاتو او کلتور رياست له عامه کتابتونونو څخه تر لاسه کړي.