دلغمان د والي د ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65321

دخبریدو نیټه : 2015-11-01

افغانستان-لغمان

په ډیرې زیاتې خواشینۍ سره خبر شوم چې د لوی افغانستان ستر سیاسي شخصیت ،د عدم تشدد د لارې مخکښ مبارز او د پښتون قوم ستر مشر خان افضل خان لالا له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.

انالله و اناالیه راجعون

محمد افضل خان لالا د لوی او تاریخي افغانستان یو وتلی سیاسي شخصیت او مشر و چې د خپل عمر په اوږدو کې یې نه هیریدونکې تاریخي مبارزې وکړې او د لوی افغانستان په سینه کې میشت ولس ته یې ستر خدمتونه وکړل تل یې د پښتون غیرتي قوم د حقوقو  د ساتنې او برخلیک د دفاع لپاره خپل حق غږ اوچت وساتلو،د ارواښاد ټول تاریخي خدمتونه،مبارزې او کارنامې به د تاریخ او ولسونو په حافظه کې ژوندۍ وي.

زه د لغمان ولایت د ادارې او ولسونو په استازیتوب  د خان لالا پر مړینه ژوره خواشیني څرګندوم خپل د ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ،دوستانو،د لوی افغانستان غیرتي ولس او د عدم تشدد د لارې ټولو لارویانو ته وړاندې کوم،د ارواښاد مړینه یوه لویه ضایعه ده، د لوی خدای پاک ج له سپېڅلي دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوم.

عبدالجبارنعیمي

دلغمان ولایت والي