آیا پوهېږئ؟ ځیني هغه کریم چي مخ روښانه کوي ضرر رسونکي وي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65406
ډاکتر عبدالولي اعتماد
دخبریدو نیټه : 2015-11-11


د ډاکټر د مشورې پرته د روښانوونکو کریمونو استعمال د ضررناکه کېمیاوي موادو درلودونکي دي، لکه سیماب، سرب، کورتیکوستروید..... چي په لومړیو کي پوستکى روښانه کوي او وروسته د لاندي ستونزو لامل ګرځي:
۱: د پوستکي نازکېدل
۲: د کریم په دوامداره استعمال سره د پوستکي معتاد کېدل
۳: پر مخ د رګونو پیدا کېدل
۴: د مخ سور والی او ګرمېدل
۵: د اضافه وریښتانو منځته راتلل
۶: د ځوانېدانو پېداکېدل.
که چېري تاسي دا ډول کریمونه استعمال کړي وي او منفي تاثیراتو ته یې متوجه سوي یاست، نو د دوستانو سره یې هم شریک کړی چي هغوی په اخته نه سي.