د وریښتانو د ساتني په اړه لس (۱۰) غلط باورونه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65487
ډاکتر عبدالولي اعتماد
دخبریدو نیټه : 2015-11-22

 

لمړی غلط نظر: د وریښتانو ژر ژر لنډول د وریښتانو د ودې د تیزوالی او د وریښتانو د تویدو مخنیوی کوي.
رښتیا: ستاسي د سر وریښتان په هر میاشت کي د 1 نه تر 1 نیم سانتي مترو پوري وده کوي، که یې لنډ کړی یا یې پر خپل حالت پریږدی، خو کېدای سي چي په اوړي کي وریښتان په تیزي سره وده وکړي.
د وریښتانو کمول د وریښتانو د توېدو په مخنیوي کي هیڅ اغیز نه لري، خو د لنډو او کمو وریښتانو تویدل په کمه کچه سره ليدل کیږي. د وریښتانو د څوکو قیچي کول ستاسي د وریښتانو اخرنۍ خرابي برخي له منځه وړي او ستاسو وریښتانو ته ظاهري ښکلا ور بخښي.

دوهم غلط نظر: که چیري یو سپین وریښته وکاږی، نو ستاسي په سر کي به سپین وریښتان زیات سی.
که څه هم دا یو اوازه ده او حقیقت نلري، خو کله چي وریښتان په سپیندو پیل وکړي، هغه وخت که تاسي سپین وریښتان وکاږی او که نه دا حالت به پرمختګ وکړی او نور نوی وریښتان به هم سپین سي.

دریم غلط نظر: په یخو اوبو د وریښتانو پریولل، د وریښتانو د ځلا سبب ګرځي.
په رښتیا سره دا کار کیدای سي ستاسي خوب والوځوي خو د وریښتانو په ځلا کي هیڅ اغیز نلري.

څلورم غلط نظر: ددې لپاره چي وريښتان مو په رښتیا سره پاک شي، باید څو ځله یې په شامپو پریولی.
په رښتیا سره یو ځل په شامپو وریښتان پریولل بسنه کوي، په ځانګړې توګه د وچو وریښتانو لپاره، خو که چیري وریښتان مو غوړ وي کولای سی شامپو د دوهم ځل لپاره استعمال کړی.

پنځم غلط نظر: د وریښتانو خریل د وریښتانو د زیاتیدو او ډبلېدو (پنډېدو) لامل ګرځي.
په رښتیا سره د وریښتانو خریل د وریښتانو پر زیاتیدو او ودي هیڅ اغیز نلري.

شپږم غلط نظر: د ځیني آرایشي موادو په مرسته کولای سو، د وريښتانو رژیدل ترمیم کړو.
په رښتیا سره کله چي د وریښتانو رژیدل رامنځ ته شي، یواځنۍ غوره لاره چي تاسي کولای سی داده چي قیچي راواخلی او د هغې برخي وریښتان غوڅ کړی.

۷ غلط نظر: استرس ( تشویش) د وریښتانو د توېدو لامل کیږي.
په رښتیا سره وریښتان هر کله د توېدو په حال کي دي، په طبیعي توګه په ورځ کي د ۵۰ تر ۱۲۰ پوري وریښتان تویږي، او امکان لري چي کله تاسي په وحشتناکه توګه په سترس اخته و اوسی د وریښتانو توېدل مو زیات سي، پاته د نه وي چي د حاملګي ضد دوا او ځیني انټي بیوتیکونه هم د وريښتانو په توېدو کي ونډه لري خو د وخت په تیریدو او د حالت په ښه کېدو سره وریښتان د دوهم ځل لپاره وده کوي.

اتم غلط نظر: د وریښتانو پخه د وریښتانو د وچوالي له امله منځ ته راځي، چي د وریښتانو په غوړلو سره ښه کیږي.
په رښتیا سره د سر پخه کیداسی هم وچه او هم غوړه و اوسي، هغه کسان چي د سر پخه یې غوړه وي د وریښتانو غوړېدل یې د پخي د ډیریدو لامل کیږي، خو هغه کسان چي پوستکی یې وچ وي د وریښتانو غوړېدل ورته ګټور تمامیږي.

نهم غلط نظر: د سر د پوستکي مساژول د ویني جریان زیاتوي او د وريښتانو د ودي لپاره ګټور تمامیږي.
په رښتیا سره هیڅ علمي څیړني نده ثابته کړې چي د سر مساژول د وريښتانو د زیاتېدو سبب سي، په ضمن کي د وریښتانو فولیکولونه چي د استراحت په مرحله کي وي د ویني د رګونو څخه بېل او کوچني کیږي.

لسم غلط نظر: د وریښتانو رنګول د وریښتانو سپينېدل نور هم زیاتوي.
په رښتیا سره د وریښتانو رنګول د وریښتانو پر رنګ جوړونکو حجرو باندي زیات اغیز نلري، نو ځکه د وریښتانو په سپینېدو کي هم اغیز نسي درلودلای، د یادولو وړ ده چي د وریښتانو رنګول په دوامداره توګه کولای سي په ځینو وختونو کي د حساسیت لامل سي.