دحرم شريف کوتري له کومه راغلې ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65540
علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
دخبریدو نیټه : 2015-11-29

سوال کونکئ محمدخان جلالت مآب علامه ابوالفضل صاحب السلام علیکم ودامت برکاتکم ،پوښتنه مي داده ،چي دحرم شریف دکوترواصل له کومه ځایه دی؟ جواب : ځینوویلي دي چي دادهغومرغانو له نسله دي چي اصحاب الفیل یې هلاک کړل کوم چي دالم ترکیف په سورت کي یي ذکرراغلی دی خو‎صاحب دروح المعاني داقول ردکړیدی ، امام سیوطي اونورو حفاظو کرامو ویلي چي دادهغو دوو کوترو له نسله دي چي دنبي اکرم علیه الصلوة والسلام دهجرت پرمهال کله چي دی اوابوبکردثورغره په غارکي له مشرکانو پټ سول نودوئ دواړو دغار پر خوله باندي ځالۍ واچولې. اوچاویلي دي چي دادهغي کوتري له نسله دی کومه چي ونوح علیه السلام ته یې له طوفانه وروسته دجودي وغرته دزمکي حال راوړی . والسلام ـ