له عبادت وروسته استغفار ويل او دهغه ګټه :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65614
علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
دخبریدو نیټه : 2015-12-09

پوښتونکئ : احمد/کندهار

 پوښتنه : محترم علامه ابوالفضل صاحب ماله ځینوعلماوو اوریدلي چي یوسړی عبادت وکړي نو باید یو څو واره استغفار ووایي استغفارخوله ګناه څخه وي له عبادت څخه وروسته داستغفارمطلب څه دئ؟

 

جواب : علماوو ذکرکړي چي له فرض لمانځه وروسته بایداقلا درې واره استغفار وویل سي دتهجدله لمانځه وروسته بایدچي څونه کولائ سي استغفار وویل سي ، حج کونکئ دحج له ختمېدوڅخه وروسته بایداستغفاروایي ، داټول ددې دپاره چي کوم تقصیرات چي په دغوعبادتوکي ورڅخه سوي دي هغه الله پاک ورمعاف کړي،ځینوبزرګانوپه خپلو کتابو کي ذکرکړي دي چي پخوا به مسلمانانو څو میاشتي تر رمضان له مخه دا دعاکوله چي خدایه پاکه تررمضان پوري موژوندي ورورسوې اوکله چي بې درمضان روزه ونیوله نو بیا بې څو میاشتي دا دعا کول چي خدایه درمضان روزې او عبادتونه راڅخه قبول کړه . والسلام ومن الله التوفیق .