ذهني تجسم اوتصوير سازي زمونږ په ژوندکې څومره اهميت لري؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65763
ژباړه/ساحل منګل
دخبریدو نیټه : 2015-12-30

 

ذهني تصوير سازي  يا تجسم هغه ذهني موقيعت دی ،چې مونږ ته ددې اجازه راکوي تر څو له هغو محدوديتونو څخه خلاص شو ،چې مونږ په خپله  رامنځ ته کړي دي .
ذهني تصوير سازي  په مونږ کې روښنايي پيدا کوي تر څو هغه څه ،چې زمونږ خوښيږي  ووينو اوپه هغو باور وکړو او دا يو معمول دی تر څو د هغه څه په اړه ، چې ته ېې غواړې تجسم او تصوير سازي ونکړې په واقيعت نه بدليږي.
تصوير سازي او تجسم  دپنځو حواسو په مرسته زمونږغوښتنه ده ،کله ،چې د يوه شي  وجود په ټولې مانا سره تجسم او هغه حس کړی ډير ژر په واقيعت بدليږي .
دتجسم دتقويه کېدو لپاره  زياتې لارې  چارې  وجود لري ،چې  يو جلا او مفصل بحث ته اړتيا لري  اما په ياد ولرئ ،چې دتجسم کولو يادونه ډير ساده کار دی ،چې مونږ اکثره خلک وسره بلد يو.
زمونږپه شاوخوا کې داسې زيات کسان  شته ،چې خلاق خلک پيژندل کيږي  ،دوی دخپل تجسم او خلاقيت له لارې لوړو لوړو ځايونو ته رسېدلي . خوتاسې ته بايد ووايم ،چې دغه خلاقيت هماغه تجسم دی ،دنياوي تجسم نا محدوده دی ،چې تاسې کولای شی هر څه په هغه کې خلق کړی.
راځئ دغه مسله په يوه ساده مثال سره واضحه کړو. فرض کړئ تاسو اراده لری ،چې يو کار ترسره کړئ ،که هغه هر ډول کار وي مثلا اراده لرئ ،چې نن سهار سودا اخيستلو ته لاړشی.
په ناخود اګاه ډول ستاسې په ذهن کې هغه تصويرونه رامنځ ته کيږي ،چې تاسې ېې داخيستلو لپاره دکان ته ځی او ستاسو دغه مبهم ذهني تصويرونه  ،چې تر اوسه ندي رامنځ ته شوې په ذهن کې لری. دا په دقيق ډول هماغه تجسم دی مګر ډير ابتدايي او په ناخود اګاه ډول .
نو د ټولوهغو کارونو لپاره ،چې دترسره کولو لپاره ېې تصميم لرو زمونږ ذهن يو تصوير رامنځ ته کوي (مخکې له ترسره کولو).
فرض کړئ که تاسو دې ځواک ته پراخوالی ورکړی او نور ېې هم غښتلی کړی او له ناخود اګاّ څخه خود اګاه ته بدل کړئ ، دهدايت شوي او ذهني تصوراتو بڼه ورکړئ او خپلې پايلې ته ورسيږی او په پايله کې هر هغه څه ،چې تاسو ېې تجسم کوی کولای شی په ډېرې راحتۍ سره ېې په لاس راوړی .
تجسم او ذهني تصوير سازي زمونږ دانسانانو په ژوند کې لوی اهميت لري ،چې مونږ بايد دغه عمل ته نوره هم پراختيا ورکړو او هغه څه ،چې مونږ ېې غواړو په اسانۍ ترلاسه کړی.