د رزمي مبارزو له اتل ورزشکار احمد ولي هوتک سره مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66661
اسدالله نوري
دخبریدو نیټه : 2016-06-04


اسدالله نوري
مسکو
د افغانستان د رزمي مبارزو نوميالی ورزشکار احمد ولي هوتک را سره مرکه کړې، له هغه څخه مې د سياليو ، لاسته راوړنو، شخصي ژوند او دېته ورته نورې پوښتنې کړي.
دغه رزمي ورزشکار  په ډېرو بهرنيو سياليوکې ګډون کړى او  مډالونه يې ترلاسه کړي دي، چې په لومړي ځل يې په ۲۰۰۹ کال کې د رزمي لوبو په برخه کې افغانستان د لومړني سرو زرو مډال څښتن کړ. 
نوري:- هوتک صیب خپلې پوښتنې به ستاسو د ورستۍ مسابقې له بریا څخه را پیل کړم. د می په ۲۶ مه مو چې کومه لوبه د روسې په پلازمېنې مسکو ښار کې له (یوري ریابوی) سره لرله څنګه وتوانېدئ چې دغه مسابقه وګټئ؟
هوتک:- د لوی خدای په نامه، ټینګ عزم مې درلود چې خپل روسی حریف به ماتوم او دا مې د مخه ورته ویلي وو چې زه افغان یم، په وړاندې دې ماته نه منم، مسابقه ډېره ښه په تخنیک سره مخته لاړه او بریا د افغانانو شوه.
نوري:- هوتک صیب دغې لوبې څومره  دوام وکړ؟
هوتک:- زما تصمیم دا وو چې په اول رونډ کې دا لوبه یو طرف کړم خو دا هم باید ووایم، یو څوک چې د یوه هېواد استازیتوب کوي حتمآ قوي نفر وي، مسابقه درېيم رونډ ته لاړه چې کابو ۱۵ دقیقې يې دوام وکړ او په پای کې نومرې حساب کړې چې ماته هم خپلې نومرې ښکارېدې بریا د افغانستان شوه.
نوري:- تاسو څومره چمتووالی نیولی وو دغې لوبې ته؟
هوتک:- وبه وایم چې چمتووالی مې کم نیولی و.
نوري:- که چیرته تاسو پوره چمتووالی نیولی وای ایا مسابقه به مو په لومړي رونډ کې ګټلې وای؟
هوتک:- یعني امکان يې ډېر وو ځکه مخکې مې هم اووه پروفیشنله یعنې حرفوي سیالۍ کړې وې او خپل سیالان مې پرله پسې په اول رونډ کې نیک اوټ کړې وو، دا زما لومړی حریف وو چې دري رونډه یې دوام وکړ.
نوري:- هوتک صیب تاسو له کومه وخته دغې لوبې ته مخه کړې، لومړنی استاد مو څوک وو او که استاد نلرئ؟
هوتک:- نوري صیب ښه پوښتنه مو وکړه، دا باید ووایم چې دغه لوبه په افغانستان کې نه وه، زه په دې تلاش کې وم چې دا لوبه افغانستان ته راوړم چې له نېکه مرغه په دې وتوانېدم د یادې لوبې بسټ مې په افغانستان کې کېښود او دا لوبه مې د هېواد په اولمپیک کې داخله کړه او په خپله مې له ۲۰۰۸ کال نه را په دیخوا دې لوبې ته مخه کړې، زما استادان ډېر دي خو د پروفېشنل په برخه کې یو استاد هم نلرم.
نوري:- کله مو چې د فري فايټ لوبې ته مخه کړه کورنۍ مو درسره همغږې وه؟
هوتک:- په پیل کې د کورنۍ ټول غړي مخالفت کوو خو اوس مې هڅوي.
نوري:- هوتک صیب مور جانه مو چې کله مسابقې ګوري څه نه وايي، ځکه مور ډېره مهربانه وي او د خپل اولاد د وهلو زغم نلري، اندېښنه نه کوي؟
هوتک:- یوازینی انسان چې ما هڅوي هغه مې ګرانه مور جانه ده، اول يې نه غوښتل چې د فري فايټ لوبه وکړم خو اوس مې تشویقوي او دعاوې راته کوي.
نوري:- کیداشی راته وویاست چې تراوسه مو له هېواد نه بهر په بين المللي لوبوکې څومره بریاوې لرلې او کوموهېوادونو ته تللي یاست؟
هوتک:- اتلس لوبې مې تر سره کړي چې دا مې اتلسمه لوبه وه او په ټولو مسابقو کې مې افغانستان ته بری راوړی، برازیل، نیپال، رومانیا، ایران، پاکستان، اوکراین، هندوستان او ترکیې ته تللی یم او دا مې هم وروستۍ مسابقه وه چې په مسکو کې ترسره شوه.
نوري:- له دغو مسابقو څخه مو کومې لاسته راوړنې لرلې؟
هوتک:- نوري صیب ما تل ویلي چې (ماته) نه منم، شپږ د سرو زرو مډالونه، دوه کمربندونه او دوه هم د غوره فایټر کپونه مې تر لاسه کړي.
نوري:- هوتک صیب په راتلونکې کې مو څه پلان دی نورې مسابقې مو له چا سره دي او تر ټولو نږدې مسابقه مو په کوم ځای کې ده؟
هوتک:- د روانې جون میاشتې په ۱۷ مه مې بله مسابقه د سن پتر بورګ په ښار کې ده چې دا یوه ډېره ستره مسابقه ده او ددې مسابقې د سیلانیانو څخه یو هم د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین دی، دغې مسابقې ته مې پوره چمتووالی نېولی او لا مې هم تمرینات روان دي، ژمنه کوم چې دا ځل به بیاهم بریا د افغانستان وي.
نوري:- هوتک صیب په راتلونکې مسابقه کې مو سیال څوک دی او په هکله يې معلومات لري چې څو کلن به وي؟
هوتک:- د خپل سیال په هکله معلومات نلرم خو ممکن چې په همدې نږدې ورځو کې معلوم شي او بیا له هغې ورسته زه پوهېږم چې کوم تخنیکونه ورته جوړ کړم خو لا يې په هکله نه پوهېږم.
نوري:- د دغې مسابقې په رارسېدو مو له روسیه مېشتو افغانانو څخه څه غوښتنه ده؟
هوتک:- زما د ټولو بریاوو یوازینی علت همدا افغانان دې چې تل يې زه هڅولی یم او ماته يې انرژي راکړې، له ټولو افغانانو څخه له زړه منندوی یم، زه یوځل بیا له دوي سره ژمنه کوم چې انشاالله بریا به د افغانستان وي او زه د دوي د میني په بدل کې به مې وينه ورکړم، د عزتمنو افغانانو شتون مې په راتلونکې مسابقه کې ارمان دی ځکه د دوي تشویق ماته انرژي راکوي.
نوري:- ستاسو دې خدای یوه څاڅکه وینه هم تویه نکړي، که مو اجازه وي په وروستیو شېبو کې غواړم د شخصي ژوند په کله ځیني پوښتنې درنه وکړم خو رښتیا به وایاست؟
هوتک:- حتمآ ولې نه مهرباني!
نوري:- لومړی خو دا راته ووایه چې اصلي ځای دې کوم دی، څو کلن يې، خلکو سره ډېرې پوښتنې پیدا کیږي چې احمد ولي هوتک څو ودونه کړي او بل دا چې تر اوسه میین شوی يې او کنه؟
هوتک:- نوري صیب دومره ډېرې پوښتنې او ډېرې اساسې... د افغانستان یم، ۲۷ کاله عمر لرم، واده مې نه دی کړی هیله ده هغو دوستانو ته چې دا پوښتنې ولاړې شوې وي ځواب يې تر لاسه کړی وي او ورستۍ پوښتنې ته مو دا وایم چې د هېواد میني دومره مصروف کړی یم چې نورې مینې رانه هېرې کړي.
نوري:- ځیني ورزشکاران په رسنیو کې له دولت څخه ناخوښي دي ستاسو نظر په دې هکله څه دی؟
هوتک:- که دولت په خپلو کارونو پوه شي او په خپلو کې سره جوړ شي زه ترېنه هیڅ يوه غوښتنه او شکایت نلرم، غوښنته مې دا ده چې هغوي باید خپل هېواد ته رښتني اووسي او مینه ورسره وکړي دا زما لپاره هرڅه دي.
نوري: هوتک صیب په پای کې ورزشکارانو او هېوادوالو ته څه پیغام لرئ؟
هوتک:- ټولو ورزشکارانو ته دا پیغام لرم چې له ورزش څخه ناوړه ګټه پورته نکړي، دوي کولای شي چې هرې موخې ته ورسیږي او ټولو هېوادوالو ته مې پیغام دادی چې له ورزش سره مينه پیدا کړئ، د نورو بوختیاوو ترڅنګ خپلې روغتیا په خاطر  ورزش ته هم ځای ورکړئ او ورزش وکړئ تر څو صحتمنده اووسئ!
نوري:- هوتک صیب ډېره مننه چې مرکې ته حاضر شوئ.
هوتک:- نوري صیب له تاسو هم یوه نړۍ مننه چې زما حال او پیغام مو تر هېوادوالو  ورساوه، د ژوند په چارو کې مو بری غواړم.