د «نړیدلې جونګړې» ترسرلیک نوې شعري ټولګه دچاپه راووتله۰

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66835

دخبریدو نیټه : 2016-07-05


«نړيدلې جونګړې»

 د «نړیدلې جونګړې» تر سرلیک زمونږ د هیواد تکړه شاعر اولیکوال ښاغلي سمیع الدین افغاني څلورمه شعري ټولګه د چاپه راووتله۰
 په دغه شعري ټولګه کې شاعر د «خپلې خبرې» تر سرلیک یوه ښکلې سریزه راښکلې ده چې د هیواد د حالاتو اود خپلې نوې شعري ټولګې په اړه یې لوستونکو سره د زړه خواله او د حالاتو ریښتینی انځور شریک کړی دی۰
 همدارنګه په دغه شعري ټولګه کې د هیواد ښه شاعر ښاغلي مصطفی ارین هم د افغاني صیب د شعر او شاعرۍ په اړه خپل لیدلوری او نظر څرګند کړی دی ۰
 دغه شعري ټولګه چې ۲۸۸ مخونه لري په ښکلي ثقافت او ډیزان په کابل کې د دانش کتاب جوړولو موسسې په مټ او زیار د چاپه راووتله ۰
 ښاغلي سمیع الدین افغاني ته د «نړیدلې جونګړې» تر سرلیک د څلورمې شعري ټولګې د چاپ مبارکي وایو او هغه ته د شعر او ادب په برخه کې د نورو لاسته راوړنو تر څنګ روغتیا، سوکاله ژوند او د لا بریاوو هیله کوو۰
 و من الله التوفیق
( دحق دلارې فرهنګي ټولنه )
د ۲۰۱۶ م ۰ کال
 د جون میاشت

 یادونه : مینه وال کولی شي دغه نوې شعري ټولګه په کابل کې د دانش کتاب پلورنځۍ څخه په لاندې پته او د لغمان په مركز کی د محمد یونس(صحاف) کتاب پلورنځۍ څخه ترلاسه کړي۰
 چاپنځی : اسد دانش مطبعه - کابل / ۰۷۰۰۴۴۹۲۹۸