چـپې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66924
یوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2016-07-21

چـپې

شـپـیـتـه کلـن شـوم لا پـه ما د عـشـق څـپـې راځـي
د ځـلـمـیـتـوب هـیـلي مـې لا جـوپـې جـوپـې راځـي
چې د مطرب درباب ټنګ شي ورته کښینم کټ کې
یـم د غـزل شاعـر پـه خـولـه سـوې ټـپـې راځي
اغیار په دې تنګ نظري کوي چې شـپه رڼا شي
د څڼـو منځ کې د سپـوږمۍ وړانګې د شـپـې راځي
ورته حیران شم له بل نه اوري خـپـله نـه دی خـبر
زاهــد رنــدان بـــدنـامـــوي دغـــم غــوپـې راځي
ځوانان چې کښیني وایی زوړ شوخدمتګار زمونږه
ما کې لا اوس هم د ځـوانۍ دوخت چپـې راځي