د نړۍ واکمن به څوک سي ؟ ( تحلیلي لیکنه ، دویمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67052
پوهنمل حاجي محمد نوزادي
دخبریدو نیټه : 2016-08-03

پوهنمل حاجي محمد نوزادي 

        ( په لومړۍ برخه کي مو د سترو امپراتوریو یادوونه وکړه او د شلمي پیړۍ په وروستیو کي د وارسا او ناټو پاکتونو پر څرنګوالي و ږغیدو او دا مو هم په ګوته کړه چي ناټو نور زیانمنونکی قوت اود نړیوال برم نه لویدلی دی )
       اوس به راسو او و به ګورو چي د ننني حالاتو په پام کي نیولو سره څوک ( کوم هیواد )  د نړۍ د ټولواک په توګه ددغه تخت او تاج جوګه کیدلای سي ؟
     د امریکا متحده ایالتونه :
      ایا امریکا به دغه تاج چي دشوروی اتحاد د ړانګیدو او په روسیه کي د ضعیف النفس ایلسن د واکمنیدو سره جوخت یې پر سر کړی وو ، نور به یې هم ور سره و ساتلای سي ؟ زما په آند د لاندي لاملونو له مخي پسله دې نه لا نور هم د ډیري مودې د پآره ددې تاج ور سره ساتل اسانه کار ندی :
۱ ـ اقتصاد چي د ټولو ژوندني چارو او ټولنیزوـ سیاسي اړیکو بنسټ جوړوي ، نور دغه توکی د امریکا د انحصار نه په وتلو ښکاري . دا اوس د نړۍ په کچه اقتصاد پوهانو منلي چي د نړۍ اقتصادي ثقل د لودیز ( امریکا او اروپا ) څخه د ختیز ( چین اوهند ) په لور په خوځیدو دي . که څه هم د امریکا نظامي توان لا تر اوسه د پام وړ اغیز لري ، خو تر څنګ یې نور قوتونه ورځ تر بلي د پیاوړي کیدو په حال کي دي .
۲ ـ  امریکا نور  په برټانیا کي ټوني بیلر د لاسه ور کړيدی او داچي استخباراتو لخوا یې د اروپایي مشرانو دتلیفوني اړیکو د کنترولو چاري رسوا سوی ، امریکا اوس د اروپائیانو هغه پخواني باوري ملګری ندی .
۳ ـ پدی وروستیو لسیزو کي په افغانستان ، عراق ، لیبیا ، سوریه او د منځني ختیز په نورو هیوادونو کي د امریکا خپلسري او د لیونتوب نه ډکي کړني په ځانګړي توګه اسلامي نړۍ په غصه ( غوصه ) کړی او هلته یې د ګډوډیو په راوستلو ، د لکونو کسانو د وژلو او د هغو هیوادونو د اقتصادي بنسټونو د ورانولو له مخي د اولسونو باور په بشپړ ډول د لاسه ورکړیدی .
۴ ـ د ساړه جنګ پر مهال د شوروي اتحاد او سوسیالیستي بلاک د ټکولو په خاطر د بنسټپالني روزل ، په مالي او نظامي کچه د بنسټپالو پیاوړي کول ، دا هغه بې سنجشه کارونه وه چي اوس ورته د خپل لستوڼي مار ګرځیدلي ، هره ورځ پخپله په امریکا او د هغه په ملګرو هیوادونه کي نیښ لګوي او په ټولي نړۍ کي یې امن او ارامي د لویو چلنجونو او ګواښونو سره  مخامخ کړیده .
۵ ـ په روسیه کي اوس د پوتین په مشري د شوروي مهال هغه پخواني برم د را ژوندي کیدو په درشل کي دي . د وروستیو کلونو د م.م. په امنیت شورا کي د ایران او سوریې په تړاو حالاتو و ښودل چي روسیه نور خپل رول لوبول غواړي او دې کار یې د امریکا خپلسري او د نړۍ د واکمن په توګه يې د تاج ساتلو خیالونه د ګواښ سره مخامخ کړي دی .
۶ ـ ناټو چي د امریکا تاج ساتونکی ګارډ وو ، لکه څنګه چي مخکي یادوونه وسوه ، په افغانستان کي تر ماتي وروسته نور هغه پخوانی برم ندی ورته پاته او د تیر پشان حساب نسی ور باندي کیدلای .
      دا او ځیني نور لاملونه هغه څه دي چي امریکا نوره ددې جوګه نده چي دنړي د واکمنۍ تاج پرسر وساتلای سي .
     اروپایې اتحادیه :
      دا اتحادیه تر لویه بریده د اړوندو هیوادونو څخه د بیلابیلو ټولنیزوـ سیاسي مفکورو يوه ګډوله ده او د لاندي لاملونو له مخي د نړۍ د واکمنیدو جوګه کیدلای نسي :
۱ ـ  یو لاس او یوموټۍ نده ، غړي هیوادونه یې په خپلو کی بشپړه همږغي نلري .
۲ ـ  اقتصادي وړتیا یې دا چي په یوه لاس کي نده او د بیلابیلو هیوادونو د پلان تابع ده ، د نړۍ د واکمیدو خیالونه یې له سره باسی .
۳ ـ  نظامي توان یې د ناټو په چوکاټ کي ددې وروستیو کلونو د امریکایې خپلسریو له مخي خپله سپیځلتیا د لاسه ورکړه او وړتیا یې تر پوښتني لاندي راغله ، نړیوال نور د پخوا پشان حساب نسي ور باندي کولای .
۴ ـ  ددې اتحادیې څخه د انګلستان وتل هم د اتحادیې دروندوالی ته په سیاسی او اقتصادي برخو کي د  لیدو وړ زیان ورساوه .
۵ ـ په ترکيې کی د ناکامي کودتا وروستۍ پیښه او د امریکا سره د مناسباتو خړپړتیا په اروپایې اتحادیه کي د ترکیې پر راتلونکي غړیتوب او همدارنګه د ناټو پر نظامي وړتیا د پام وړ اغیز ښندلای سي .
د لوړو لاملونو له مخي اروپایي اتحادیه نه د نړۍ د واکمنیدو چانس لري او  نه یې هم خیالونه په سر کي .
     د چین اولسي جمهوریت :
۱ ـ سره له دي چي د چین اقتصادي توان ورځ تر بلي د غوړیدو په لور روان دی او نظامي توان یې که څه هم د هرې ورځي په تیریدو سره پیاوړی کیږي،مګر تر اوسه لا د امریکا سره د بشپړي سیالۍ جوګه ندی .
۲ ـ که څه هم د ساړه جنګ پروخت چین د شوروي اتحاد ملاتړی نه وو ، خو هغه د پراخي پیماني ضد تبلیغات چي دکمونیزم پر وړاندي تر سره کیدل ، د چین سوسیالیستي هیواد هم ورسره د الحاد د تورونو څخه په امان کي پاته نسو . په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ په اولسونو کي د دې هیواد اعتبار ډیر زیانمن سوی دی .
۳ ـ  چین نژدې د خپلو ټولو ګاونډی هیوادونو سره د سرحدي ادعاوو ستونزی لري . داچي ډیری ددغو ګاونډیانو څخه پیاوړي اقتصادي او نظامي ځواکونه دي ، دا حالت په نړیواله کچه د چین مؤقف زیانمنوي .
۴ ـ  چین دا ګړی خپل ټول پام اقتصادي پیاوړتیا ته اړولی او لا تر اوسه په نړیوال سیاست کي په پراخه کچه ور ګډ سوی ندی څو د یوه ځواکمن هیواد په توګه هلته خپل رول و لوبوي او له لاري یې ځان مطرح هیواد و ګرځوي .
۵ ـ  چین د ملګرو ملتونو په بیلابیلو کلتوري او مرستندویه اقتصادي څانګو کي د پام وړ رول ندی لوبولی او څنګ ته ترې نه پاته دی .
  لوړ او یو لړ نور لاملونه د راتلونکو نژدې کلونو د پاره د چین د نړیوالی واکمنیدو چانس کمزوری کوي .
         د دویمي برخي پای .  نور بیا