یمن کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون بمبار شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67085
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-15

د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف په یمن کې د بې پولې ډاکټرانو یو روغتون بمبار کړی او لږ ترلږه اووه کسه یې وژلي دي. رویټرز اژانس د ځايي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دغه هوايي برید کې ۱۳ کسه ټپیان شوي هم دي. د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په خپله رسمي ټویټر پاڼه کې ویلي، چې پر روغتون یې برید شوی خو د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو دقیق ارقام یې نه دي خپاره کړي. د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د سعودي په مشرۍ ایتلاف الوتکو د ولسمشر عبد ربه هادي منصور په پلوۍ په یمن کې پر حوثي شعیه یاغیانو هوايي بریدونه پېل کړي دي.