امریکا په افغانستان او پاکستان کې د عملیاتو لپاره۳۰ پرمختللې بې پېلوټه الوتکې اخلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67106
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-19

د امریکا پوځ خپل هوايي ځواک ته ۳۰ پرمختللې بې پېلوټه الوتکې پېري، چې په افغانستان او پاکستان کې هوايي عملیاتو او بمبارېو کې ترې کار واخلي. د وایشن انالیز د راپور له مخې د امریکا پوځ د بې پېلوټه الوتکو له جوړوونکو شرکتونو سره د څه باندې ۳۷۰ ملیونه ډالرو په بدل کې د ۳۰ بې پېلوټه الوتکو پېرلو تړون لاسلیک کړی. دا ډول بې پېلوټه الوتکې حاضر دمه په افغانستان، پاکستان، عراق او سوریه کې کارول کېږي. دا الوتکې څه باندې ۵۰ زره فوټه یا ۱۵۲۴۰ متره لوړ الوت کوي او د لیزر په وسیله پر هدایت شویو بمونو او توغندیو سمبال دي. وروسته له دې چې امریکا له افغانستانه خپل ډېری پوځیان وایستل، پر بې پېلوټه او نورو جنګي الوتکو یې اتکا ډېره شوې، چې په بمبارېو کې یې وخت ناوخته د ملکي تلفاتو خبرونه ورکول کیږي.