امریکا د سوریې جګړې ته نورې الوتکې استولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67112
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-20

امریکا وایي سوریې ته یې داسې جنګي الوتکې استولې چې په الحسکه ښار کې د سوریې د حکومتي الوتکو څارنه، د امریکا د ځانګړو ځواکونو او د متحدانو ساتنه یې کوي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جیف ډېویس وايي، امریکایي ځواکونو الحسکه ښار ته نږدې د هوا له لارې فعالیتونه زیات کړِ او دمشق ته یې خبرداری ورکړی، که پر ایتلافي ځواکونو بریدونه وشي له هغو به دفاع وکړي. جیف ډېویس زیاته کړې، په دې سیمه کې د امریکایي کومانډو وړې ډلې مېشتې دي چې د سوریې ډیموکراټ وسله وال د بشار الاسد د رژیم پرضد روزي. د سوریې حکومتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې په الحسکه کې د کردانو تر واک لاندې سیمې بمبار کړې چې له کبله یې په زرګونو کسان ښار پرېښودو ته اړ شول.