سلامت عظیمي: له نشه يي توکو سره مبارزې ته جدي ژمنتیا لرو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67119
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-21

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، نامنیو د دغو توکو پر ضد د دوی مبارزه ټکنۍ کړې ده. له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي له اړوندو ادارو او وزارتونو غواړي، چې دنشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي. نوموړې زیاتوی، له يادو توکو سره یوازې د دغه وزارت مبارزه ډېره آغېزناکه نه ده نو ځکه باید نورې ادارې هم ورسره همکاري وکړي. سلامت عظیمي زیاتوي، له نشه يي توکو سره مبارزې ته جدي ژمنتیا لري، نو ځکه یې د کليو پراختيا او بيارغونې، او د اطلاعاتو او کلتور له وزارتو سره د نشه يي توکو پر وړاندې د ګډې مبازرې هوکړه لاسلیک کړه. باید وویل شي، چې افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو په سره کې دی چې د نورو ډېر نشه يي توکي توليدوي.