مودي: د افغانستان او هند دوستي نه ورانېدونکې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67122
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-22

د هند لومړي وزیر ويلي، هېواد به یې تل له افغانانو سره وي او د افغانستان په پرمختګ او سوکالۍ کې به هېڅ ډول مرستې ونه سپموي. نريندرا مودي وايي، هېواد به یې تر هغه په افغانستان کې لویې پروژې او اقتصادي پروګرامونه تمویلوي چې افغانان اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ ته ورسېږي. هغه وویل چې د افغانستان او هند دوستي نه ورانېدونکې ده او د لویو پروژو تمویل او د مرستو دوام د دې ملګرتیا د لا ټينګښت لامل کېږي. د هند لومړي وزیر مودي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ستوري ماڼۍ پرانېست غونډې ته په ویډیويي اړیکه کې وویل چې هندیان به ټول د تل لپاره له افغانانو سره وي او هېڅکله به له خپلې دوستۍ پر شا نه شي. هغه زیاته کړه: ((اجازه راکړئ چې افغانانو ته دا خبره یقیني کړم چې د یوه پرمختللي، سوکاله او ارام افغانستان په جوړولو کې به یو میلیارد او دوه سوه پنځوس میلیونه هندیان تل له تاسو سره ولاړ وي، له افغانستان سره زموږ د دوستۍ قوت او اصل هېڅکله د ورانېدو او تزلزل نه دی، هر څه یې چې نتیجه وي هند به د ټولو افغانانو د یوې روښانه راتلونکې لپاره کار وکړي.)) مودي د افغانستان د ملي شورا ودانۍ، د سلما بند او د ستوري ماڼۍ د پروژو تمویل د لویو پروژو د ترسره کولو لپاره د هند د ادعا اثبات وباله. په دغو پاسنیو پروژو چې تمویل يې هند پر غاړه اخیستی و څه باندې پنځه سوه میلیونه ډالره لګښت راغلی او اوس ترې ګټه اخیستنه پیل شوې ده. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دوشنبې په ورځ په بهرنیو چارو وزارت کې د ستوري ماڼۍ په پرانېست غونډه کې د هند له مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې هند له افغانانو سره ملګرتیا له ډېره پخوا پیل کړې او د سوکالۍ د ترلاسه کولو لپاره به دا ملګرتیا همداسې دوام وکړي. هغه زیاته کړه: ((د استقلال کومه لاره چې موږ پخوا پرې مزل پیل کړی و پرمختګ او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره به همداسې پرې روان و اوسو، زموږ اړیکې همدلته نه ختمېږي موږ هوډ لرو چې د سولې او سوکالۍ د راوستلو، په وحشت او ترور باندې د غلبې او د خپلو هېوادونو د سوکالۍ لپاره له خپل ټول زوره کار واخلو.)) ولسمشر غني وویل، هند په افغانستان کې د لویو پروژو په تمویل او هر اړخیزو مرستو سره ثابته کړې چې ملګرتیا یې ورځ تر بلې مخ په پخېدو ده. ځینې سیاسي کارپوهان بیا د هند مرستې که څه هم موثرې بولي، خو وايي، که په پوره احتیاط ترلاسه نه شي خطرناکې تمامېدلی شي. د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه فیض محمد ځلاند ازادي راډیو ته ویلي هند او پاکستان په افغانستان کې د نیابتې جګړې په خاطر مرستې او اړیکې تنظیموي او که د هند مرستې د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره ونه شي د ګټې پر ځای به تاوان ورسوي.