بګرام کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67125
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-22

امنیتي سرچینو ویلي، چې برید د ولسوالۍ په قلعه نصرو سيمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د يوه سراچه موټر په وسيله شوی دی. ځايي چارواکو پېښه کې د پنځو افغان پولیسو ټپي کېدل منلي، خو بهرنیو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي یوازې همدومره ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د سراچې موټر په وسيله ځانمرګی بريد شوی او په اړه يې نور معلومات نه لري. طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخیستې، د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، چې دغه ځانمرګي بريد کې دولس امريکايان او پنځه افغان پوليس وژل شوي دي.