لوګر: دعالي دارالمعلمین ټولګۍ ته لاسي بم غورځول سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67183
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-09-21

 نن د دوو بجو په شاوخوا کې د لوګر د عالي دارالمعلمین ریاضي څانګې یوې ټولګۍ  ته لاسي بم غورځول شوی، چې په پایله کې یې ددې دارالمعلمین څلور تنه ښوونکي او زده کوونکي ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې یو تن ښوونکی مولوي عبدالمنان او درې تنه ښځينه زده کوونکې دي، چې ډېر ژر د لوګر مرکزي روغتون ته لېږدول شوي
په لوګر ولایت کې متاسفانه په دې وروستیو کې د پوهنې پر وړاندې ګواښونه او خطرونه ډېر شوي دي. څه موده وړاندې دغلته یو ښوونځی ویجاړ شو او څو ځله نور په مختلفو سیمو کې ښوونځي د ګواښونو له امله د څه وخت لپاره وتړل شول.