اوسنی پرمختګ که ناورین

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67192
زاهد عزیز
دخبریدو نیټه : 2016-09-21

 

کله نه چې بهرنیانو په لاس جوړ د افغانستان په تاریخ کې لمړي ځل لپاره د ملي وحدت په نوم جوړښت رامنځته شو، له هماغه دمه یې هېواد کې د بېلابېلو ستونزو لپاره لاره هواره کړه، که د څه هم حامد کرزي په مشرۍ تېر حکومت خپله دیارلس کلنه دوره کې ډول ډول نوي ستونزې راوزېږولې چې له منځه وړل به یې افغانانو ته خورا دروند کار وي، کوم کارونه چې باید پخواني جمهور رییس له منځه وړای وای، په وړاندې یې د بهرنیانو په مرسته کلکه مبارزه کړای وای لا یې وغوړول او هېواد یې د یو بل بحران سره مخ کړ. لمړی کار چې باید ترسره شوای وای، د یوې جنګسالارې ډلې کمزوري کول وه چې ټول هېواد او ولس یې د هر ډول بحران سره مخ کړی دی، که تېر لنډ تاریخ ته موږ ځیر شو له هماغه وخته یې افغان ولس د سترو ناورینونو، خپلمنځي جګړو او سکتارستي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړيدي، خو که پخواني ولسمشر یې د خپلې واکمنۍ په موده کې په وړاندې لږه مبارزه هم کړای وای نن به یې ټول ولس نه ګواښه، ملي ارزښتونو ته به يې درناوی کاوه، د غلو په وړاندې به یې ملي اتلانو او غازیانو ته سپاوی نه کاوه، د سولې مخالفین خو بیا چې ومري د سولې شهیدان شي دې ته ورته نور ستر تاریخي ارزښتونه او لاسته راوړنې دي چې همدا یو ډلګۍ او ټوپکسالاران یې تر پخو لاندې کوي.
د اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت حکومت هم نه یواځې یاده ډله کمزورې نه کړه بلکې دې ته یې د تغذې او ځواکمنتیا نور ډېر چانسونه هم ورکړل. دا چې د ملي وحدت حکومت او ځینې چارواکي یې پورتنۍ ستونزې وړې بولي یا ورته نادیده ښکاري او پردې پرته د هېواد سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري وضعیت د دوی په شعاري وینا ورته لمړیتوب لري هم پکې د پخوا په پرتله څو برابره شاه تګ کړی دی. کولای شو پورته حالتونه داسې څرګند کړو؛
۱ـ اقتصادي یا وټه ییز حالت: د تېر په پرتله د افغانستان اقتصادي حالت نه یواځې وده نده کړې بلکې مخ په ځوړه روان دی، بېکاري: د نړۍ ډېری هېوادونه د بېکارۍ رنځ څخه رنځیږي د مخ پر ودې هېوادونو پرته پرمختللي هېوادونه هم د دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي خو بیا په افغانستان کې د نورو په انډول ځکه دا ستونزه پراخه شوې او لا پراخېږي چې پدې اړوند داسې هېڅ کوم مشخص او ځانګړی پلان شتون نلري، ورځ تر بلې نه یواځې نالوستي بلکې ډېری لوستي ځوانان چې د لیسانس او ماسټرۍ سندونه په لاس کې لري هېواد پرېښودو ته ځکه اړ شوي چې پخوانۍ او اوسنۍ دورې (ملي وحدت حکومت) دواړو نه د لوستو او نه د نالوستو ځوانانو لپاره داسې یوه ملي اداره جوړه نه کړه چې پکې دا ځوانان مصروف شي، دا ګلالي ځوانان په سمندرونو کې د نهنګ ګانو او کبانو خوراک کېږي، زموږ اکثرآ ځوانان د همدې مخ پر ‌ډېرېدونکي مشکل له امله د بېلابېلو وسله والو مخالفینو لیکو ته درومي بې له شکه ځیې ځوانان ګاوڼډیو هیوادونو استخباراتي کړیو له خوا لمسول کېږې، خو ځینې نورو بیا د وزګارتیا له کبله د وسله والو مخالفینو لیکو ته مخه کړې چې د جګړې اصلي موخه یې هم معلومه نده، په نشه یي توکو روږدو ځوانانو څخه د کابل ټول پارکونه ډک شول هغه ځوانان چې باید د وطن په آبادۍ، پرمختګ، ښکلا او سمسورتیا کې ونډه واخلي له بده بخته په کورنۍ او ټولنه د اږو بار جوړیږي که ورته جدي پاملرنه ونشي په راتلونکي کې بل ستر ناورین دی، نا امنیي، خصوصي سکټور ته نه پاملرنه، د مشخصو اقتصادي پالسیو نشتوالی، د پانګه والو نه ملاتړ، په عایداتي سرچینو کې پراخ فساد، د ملي وحدت حکومت مشرانو ترمنځ ژور مخالفتونه، په ځینو سیمو کې په عایداتي سرچینو د ځای يي زورواکو ولکه، د کورنیو متبادل توکو لپاره د مساعدې زمینې نه چمتو کول او دې ته ورته نورې هغه ستونزې دي چې د هيواد اقتصادي حالت یې د شاه تګ سره مخ کړی.
اوسنی دولت ادعا کوي چې موږ عواید لوړ کړي او د هیواد اقتصادي حالت د پخوا په پرتله پرمختګ کړی د کوم چې هېڅ څرک نه لګیږي کله چې په یو مملکت کې اقتصادي پرمختګ رامنځته کېږي هغه سیده (مستقیمآ) د هغه ټولنې وګړو په ورځیني ژوندانه کې مثبت تاثیرات ښیندي، حد اقل د ژوندانه لمړنۍ غوښتنې یې پوره کېږي لنډه داچې په ښکاره د ټولنې وګړو په ژوند کې ښه تاثیرات ښکاره کوي، د کومو لپاره چې افغانان دا مهال په تمه دي.
۲ـ سیاسي وضعیت: لمړی خو د افغانستان اوسنی رامنځته شوی حکومتي سیاسي جوړښت دی چې تر اوسه پورې په افغانستان کې مخینه نلري او په ټوله مانا د افغانستان لپاره زیانمن جوړښت دی همدا د دې لامل شو چې د ملي وحدت حکومت تر دوه کالونو وروسته هم په مقرریو کې سره نه جوړېږي، تراوسه لاهم یو یې په تدارکاتو کې خپل اشخاص دننه کوي او بل د سلاح کارانو او په دولت کې نورو مهمو عایداتي بنسټونو کې د ګمارنۍ لړۍ جاري ساتلی یو ته هم د هېواد لمړیتبونه ارزښت نلري.
۳ـ ټولنیز حالت: په افغانستان کې د یو پېچلې او مبهم حالت سره مخ دی د بهرنیو او ګاونډي هېوادونو لاسوهنې مملکت لپاره سترې ننګونې دي، په دا تېرو څو لسیزو کې ګاونډیو زموږ هېواد افغانستان کې هر ډول لاسوهنو څخه درېغ ونکړ دلته د هرې معاملې تر شا پردي لاسونه دي چې په دې سیمه او خاوره کې دغه حالت د خپلو ګټو پر لور کشوي او د تګ لاره یې ور بدلوي.
له بده بخته چې د دې لاسوهنو په تېرو څو لسیزو کې مخه ونه نیول شوه او تر ډېره د ملي وحدت حکومت هم پکې پاتې راغلی دی ځکه مو د وګړو ټولنیژ ژوندانه بڼه د افغاني ټولنې پر ضد ورځ تر بلې بله خوا ځي.
۴ـ کلتوري حالت: کلتور د یوې ټولنې نښان دی، همدا کلتور دې چې د ملت یووالي لامل کېدای شي همدارنګه ولس د هغه کلتور له مخې ښه پېژندل کېږي چې په مرسته یې د نوموړې ټولنې وګړي ژوند کوي، د کلتور کچه ده چې د خلکو د ژوندانه معیار څرګندوي، تېرو څو کلونو په ترڅ کې د کلتوري کچې لوړوالي لپاره د یادولو څه ندي ترسره شوي همدارنګه د ملي وحدت حکومت هم پکې د پخوا په پرتله ډېر پاتې راغلی دی.

 

وړاندیزونه؛
 اوسنی حکومت دې د جنګسالارانو، ټوپکمارو، غلامانو، فساد کې ښکېلو اشخاصو نوملړ په رسمي توګه د ولس سره شریک کړي او بیا دې د دوي په وړاندې ټینګه مبارزه وکړي ترڅو مو د وطن او خاوري اصیلو بچیانو ته سپاوی ونه شي، همدغه ډله اشخاص دي چې زموږ متمدنه ټولنه یې شاه تګ ته اړولې او نه پرېږدي چې هېواد مو د سولې او پرمختګ غټ ګامونه پورته کړي.
 په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده چې یو ځانګړې ستراتېژې او کړنلاره شتون ولري او د همدې له مخې اقتصادي چارې په منظمه توګه پرمخ یوړل شي، د بېلابېلو ادارو سره همغږي د اقتصادي پرمختګ لامل کېدای شي، د خصوصي سکټور او پانګه والو څخه کلک ملاتړ، په عایداتي سرچینو کې د فساد له منځه وړل او ځینو سیمو کې د زورواکو او جنګسالارانو څخه خلاصول، د کورنیو تولیداتو تقویه کول او د صنعت وده هغه څه دي چې زموږ د ټولنې د اقتصادي پرمختګ لامل کېدای شي.
 د افغانستان روان سیاسي او امنیتي حالت ته جدي پاملرنه کول، په مقرریو کې د هېواد ملي ګټو ته ارزښت ورکول، ملي ارزښتونه په پام کې نیول، او د هېواد ملي امنیتي ځواکونو حد اقل په وخت سره اکمال کول او تجهیز ته یې دوامدارې هڅې نه سپمول.
 د بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو لاسوهنو په کلکه مخ نیوی کول ترڅو خپله افغانان د ژوندانه چارې په افغاني دود پرمخ بوځي.
 د کلتور غوړونې، ځلا او لوړوالې لپاره یې د افغاني دود سره یوشان تګلارې او کړنلارې چمتو کول، دا ډول کارونه ترسره کول چې زموږ لوړ افغاني کلتور بهرنیانو ته وروښایي ځګه افغانان لوړ کلتور او استعدادونه لري ترڅو وکولای شو دا افغانستان او نړۍ ته وروپېژنو.
آباد، سوکاله، پرمختللی او په نوي ټکنالوژۍ سمبال افغانستان زما هیله ده.