د ډنډ ولسوالۍ کې چاودنې ۴ امریکايي سرتېري ټپیان کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67213
احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-09-26

تېره ورځ د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې څلور امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي. په کندهار کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې دغه امریکايي ځواکونه له هوايي ډګر څخه د ډنډ ولسوالۍ ته پر لاره وو چې د سړک غاړې ماین چاودنه پرې شوې ده. د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پېښه تائیدوي، خو د تلفاتو په اړه څه نه‌وايي. د دغه برید مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.