مل پاسوال ولي جان سرحدي د بادغیس مخکنی امنیه قومندان د روزګان د امنیه قومندان په توګه ټاکل سوی.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67226
احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-09-29

ولي جان د کندهار اوسیدونکی دی او څه موده د کندهار د نهمي امنیتي حوزې امر او د نیمروز ولایت د امنیت امر پاته سوی. تر نوموړي مخکي جنرال سید اغا ثاقب چي دا مهال د عامه نظم د پولیسو مرستیال دی د روزګان سرپرست امنیه قومندان ټاکل سوی وو. روزګان چي دا مهال یي امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب دی، نوی قومندان به تر هرڅه مخکي یوه لویه جګړه په مخکي ولري.