اشرف غني وايي، د افغانو ښځوحقونه نه‎سي خرڅېدلای

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67252
Ahmadullah Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-10-05

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي،د افغانو ښځوحقونه چې د دې هېواد اساسي قانون یې ضمانت کړی، نه‎سي خرڅېدلای. ښاغلي غني پرون سې شنبې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې یوې غونډې ته چې د "ځواکمنې ښځې او اباد افغانستان" تر عنوان لاندې جوړه سوې وه؛وویل چې افغانې ښځې د ډیموکراټیکو ارزښتونو او خپلو حقونو د دفاع توان لري. غونډې ته د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ سیاست مشرې فېډریکا موګریني وویل: "موږ د افغانو ښځو په اړه خبرې وکړې خو دا د ټولو افغانانو پر راتلونکې خبرې دې. د ښځو قوت یوازې ټولنیز عدالت او د بشري حقونو امنیت نه‎دی بلکه پرمختګ دی." په‎دې نړیواله غونډه کې د افغانستان د ولسمشر مېرمنې هم د افغانو ښځو د بریاوو ستاینه وکړه.