د امریکا پوځ کندز ښار ته نېږدې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67253
احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-10-05

د امریکا پوځ پرون سې شنبې کندز ښار ته نېږدې د خپلو ځانګړو ځواکونو د ځای پرځای کېدو خبر ورکړ. رویټرز خبري اژانس په کابل کې د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ په حواله ویلي چې دا عسکر به د اړتیا په وخت کې د افغان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي خو شمېريې نه‎دی څرګند سوی. په همدې حال کې د کندز د والي ویاند محمود دانش پرون رسینو ته وویل چې د ښار زیاتې سیمې له وسله‎والو طالبانو نیول سوي دي. وسله‎والو طالبانو د دوشنبې په ورځ د کندز ښار زیاتې برخې تر خپلې ولکې لاندې کړې.