ننګرهار کې یو امریکایي عسکر د ماین په چاودنه کې ووژل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67254
Ahmadullah Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-10-05

ننګرهار کې پرون سې شنبې یو امریکایي عسکر د ماین په چاودنه کې ووژل سو. د امریکا د پوځ خبرپاڼه وايي، دا عسکر د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ترورېزم ضد عملیاتو په ترڅ کې په ماین الوتی دی. فرانس پرېس او رویټرز خبري اژانسونه وايي چې د امریکا دفاع وزارت د دې عسکر هویت نه‎دی څرګند کړی. په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو ګډ قوماندان جنرال جان نیکولسن، ټینګار کړی چې د داعش پر ضد عملیات د افغان امنیتي ځواکونوملاتړ به جاري وساتي.