د کندهاري اولسونو د بروکسل کنفرانس لاسته راوړني وستایلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67271
احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-10-09

د همدې لاسته راوړنو په موخه په کندهار ولایت مقام کي د اولسوالیو ولسوالانو،قومی مشرانو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و. په غونډه کي د کندهار والي مرستیال عبدالعلي شمسي د خپلو خبرو په جریان کي د نړي والو څخه د منني ترڅنګ د ولسمشر غني او د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنې دقدر وړ وبللې. او ویی ویل چی د ملی وحدت حکومت به زموږ رتلونکی روښانه کړي . همداراز د کندهارد ولایتي شورا غړی نعمت الله شیردلي غوښتنه وکړه چي یادي مرستې دي پر ځای او منظم ډول مصرف سي، هغه پر ولسمشر ږغ وکړ چی د هر ډول ناخوالو مخه باید ونیول سي او جنوب غرب حوزه او په خاص ډول کندهار هم باید د پامه ونه لویږي تر څو ټولو ولایاتو ته په مساوي ډول حقوق ورکول سي ددوی غوښتنه د اولس مشر څخه دا وه چی یادي پیسې باید پر بنسټیزو پروژو او اقتصادي پرمختګ په اړخ کي ولګول سي . په کندهارکي دیني عالم خطب اخندزاده هم ورته څرګندونې وکړي او ویی ویل د کومو مرستو ژمنه چي نړیوالو کړې باید د افغانستان پر ټولو ولایتونو په متوازن ډول وویشل او جنوبي حوزې ته زیاته پاملرنه وسي. دیادونې وړ ده چی د بروکسیل کنفرانس چي د بلجیم په بروکسیل ښار کي جوړ سوی وو دافغانستان په شمول ۷۰هیوادونو او شلو نړیوالو سازمانونو په کښي برخه اخیستې وه چي د افغانستان سره د ۱۵.۲میلیارډه ډالرود مرستي ژمنه وسوه.