په ننګرهار کي ۳۴ داعش وسله وال ووژل شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67273
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-10-09


د ننګرهار ولایت چارواکي خبر ورکوي چي  ددغه ولایت په هسکه مینه او نازیانو ولسوالیو کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو  بې پيلوټه الوتکو د بېلابېلو بریدونو په ترڅ کې ۳۴ داعش وسله وال ووژل شوي دي .

د شفق سیلاب په نوم د دغه پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې تېره شپه د هسکې مینې ولسوالۍ په هارون بابا سیمه کې ۳۱ او درې نور د نازیانو ولسوالۍ په باره خیلو سیمه کې په نښه شوي دي
دغه عملیات درې ورځّي مخکي په دغه ولایت کي د داعش پر ضد پیل سوي دي