په کندهار کي ۳۲۹ شیعه مذهبه هیوادوالو وینه ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67282
راپور احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-10-12

د کندهار کي د عامي روغتیا د ریاست د ویني د بانک مسؤل اسدالله وویل دعاشورا د ورځي په مناسبت ۳۲۹ شیعه مذهبه هیوادوالو وینه وکړه چي ۱۴۸۰۰۰سیسي وینه کیږي. بلخوا په کندهار کي هغه شعیه مذهبه کسان چی دغه ورځ يي ولمانځل او د ویني ورکولو پرمهال وویل هغه کسان چي په کوڅه او بازار کي خپل وینه پر مځکه تیوي ښه دادی چي دغه وینه هغه کسانو ته ورکول سي چي ناروغان وي او ضرورت ورته لري. پاته دي نوي چي په کندهار کي دعامي روغتیا ریاست د ویني د بانک مسؤل وویل یاده وینه به هغو زخمیانو او هغو ناروغانو ته ورکول کیږي چي ویني ته سخته اړتیا ورته لري.