ارګ: هېڅ دولتي اداره حق نه لري چې له رسنیو معلومات پټ کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67286
Ahmadullah Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-10-17

د ارګ ماڼۍ وايي، له دې وروسته هیڅ دولتي اداره حق نه لري چې معلومات له رسنیو او خلکو پټ کړي. د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري نن په کابل یوې خبرې ناستې ته وویل چې ولسمشر غني اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې فرمان صادر کړی او ټولې دولتي ادارې د دغه فرمان پر پلي کولو مکلفې دي. اطلاعاتو ته د لاس په برخه کې د ولسمشر دغه فرمان اووه مادې لري چې له مخې یې د ټولو دولتي ادارو ویاندویان د قانون له مخې اړ دي چې معلومات د رسنیو او د عامه خلکو په واک کې ورکړي. په ورته وخت کې د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نۍ مشر صدیق الله توحیدي د ولسمشر دغه فرمان د اطلاع رسونې په برخه کې خورا ګټور ګام بولي.