حاجي نانی: روان کال کندهار نه ۵۷۰۰ ټنه انګور صادر سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67306
Kamal
دخبریدو نیټه : 2016-10-21

د کندهار د تازه مېوې سوداګر وايي سږکال يې د دوه نيم مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت انګور نورو هېوادونو ته صادر کړي دي. په کندهار کې د تازه مېوې د ټولنې مشر حاجي ناني ازادي راډيو ته وويل، دوى پنځه زره او اووه سوه ټُنه انګور پاکستان او هندوستان ته صادر کړي دي. د ده په خبره سږکال د صادراتو په برخه کې دوى ځينې ستونزې هم درلودې: "سږکال مو پنځه زره او اووه سوه ټُنه انګور صادر کړي چې د ګمرک اسناد يې لرو، په هېواد کې د انګورو بازار خراب و او پاتې هم سول، ځکه چې پاکستان د يوې مياشتې لپاره لار بنده کړې وه." په کندهار کې د تازه مېوې د ټولنې مشر وايي پاکستان ته له راجسټر پرته هم په زياته پيمانه انګور صادر سوي دي. حاجي نانى وايي اوس د انګورو صادرات په څو ورځو کې پاى ته رسېږي او له کندهاره نورو هېوادونو ته د انارو صادرات پيل سوي دي.