د افغان حکومت یو لوړ رتبه پلاوی د کندز پېښه څېړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67356
Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-11-05

د افغان حکومت یو لوړ پوړی پلاوی نن شنبې کندز ته ځي چې دغلته د نړیوالو ځواکونو په وروستي هوايي برید کې د ملکیانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه پلټنه وکړي. د کندز د والي مطبوعاتي دفتر وايي، دا پلاوی به د بُز کندهاري په سیمه کې د پنجشنبې شپې د هغې هوايي حملې په اړه تحقیقات وکړي چې افغان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو پر ضد پلان شوې وه. دا په داسې حال کې ده چې د محلي مقاماتو یو پلاوی لا دمخه د پېښې سیمې ته تللی او پلټنه يې پیل کړې ده. په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر چارواکي هم وايي چې دوی د کندز د پېښې په اړه پلټنه کوي. د کندز د امنیه قوماندان په وینا په دې پېښه کې ۳۱ ملکي وګړي، ۳ افغان سرتېري او ۲۶ وسله وال وژل سوي ديم.