لوګر کي یو شخصي مرکز۲۵۰۰ زده کونکي کانکور ته چمتو کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67400
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-11-16

د وطنوال ښوونیز مرکز دوه نیم زره زده کوونکي په وړیا ډول د کانکور ازموینې ته چمتو کړل
د ملي سوداګر انجنیر عبدالرحمن وطنوال په مالي ملاتړ، وطنوال ښوونیز مرکز د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو د پنځه ویشت ښوونځیو دوه نیم زره زده کوونکي د شپږو میاشتو په موده کې د کانکور ازموینې ته چمتو کړل، د تدریس څخه وروسته د زده کوونکو څخه د کانکور ازمایښتي ازموینه هم واخېستل شوه چې پایلې یې ښايي د زده کوونکو د زده کړې کچه پکې لوړه شوې.

د زده کوونکو د فراغت په ویاړ جوړه شوې غونډه کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي، د ولایتی شورا رئیس محمد ناصر غېرت او غړو، د پوهنې رئیس محمد اکبر ستانکزي، د وطنوال ښوونیز مرکز مشر انجنیر عبدالرحمن وطنوال، د ادارو رئیسانو، قومي مشرانو، ځوانانو او زده کوونکو او د زده کوونکو والدینو ګډون کړی و