د پکتیکا ولایت د خروټو د دووقبیلو ترمنځ د غره پر سر شخړه په سولیز ډول حل شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67419
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-11-30


د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ د کاکړزیو او بانزیو قومونو تر منځ د روانې شخړې د حل او د شهیدانو له کورنیو سره د مالي مرستې لپاره د ولسمشر اشرف غنې د ۲۸۳۲ حکم له مخې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر څېړنوال عبدالغفور لېوال په مشرۍ یو پلاوی پکتیکا ولایت ته سفر وکړ، چې د پکتیکا والي ښاغلي محمدالیاس وحدت په همکارۍ د دواړو قومونو مشران او د شهیدانو د کورنۍ غړي ولایت مقام ته راوغوښتل شول او د دواړو خواوو مشرانو سره يې په جلاجلا توګه وکتل او د شهیدانو له کورنیو سره د ولسمشر له خوا د مالي مرستې تر سپارلو وروسته په ګډه د یو پریکړه لیک لمخي جوړه وسول