یوه عاجزانه هیله ده ، لطفا تر نورو یې هم ورسوئ!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67454
مولوی عبدالهادی حماد
دخبریدو نیټه : 2016-12-10

زما داسلام او عقېدې وروڼو!
دمیلاد لمانځلو اثبات یا رد ، نبوي محبت دئ؟، که د نفس بندګي ده؟ او که د یوه لوی شر دروازه خلاصول دي؟
 لږ حوصله وکړئ ! لطفا تر پایه یې ووایاست:
علماوو ته نه وایم هغوی ټول تر ما پوه دي عوامو ته وایم:
۱: هغي ډلي ته وایم چي دمیلاد لمانځل ثابتوي چي تاسو دمیلاد ثابتونکو علماوو څخه څو پوښتني وکړئ:
الف: محترمو علماوو ! ایا میلاد لمانځل فرض دي؟
 ب: ایا میلادلمانځل واجب دي؟
 ج: که څوک میلاد لمانځي او هغسي بدعات پکښي کوي لکه دپاکستان او هندوستان برېلویان ایا دغسي لمانځل جایز دي؟
 حتما به دغه مولوي صاحبان درته ووايي: میلاد لمانځل نه دي فرض او نه واجب دي بلکي مستحب او افضل کار دئ. بدعات پکښي کول حرام دي صرف خیرات وکړئ یوه دیني غونډه وکړئ، نبوي سنتو ته خلک راوبلئ.
۲: هغي ډلي ته وایم چي میلاد لمانځل ردوي: تاسو دمیلاد ردونکو علماوو څخه لاندي پوښتنه وکړئ:
الف: که څوک میلاد لمانځل فرض نه بولي، واجب یې نه بولي، بدعات او شرکیات نه پکښي کوي صرف ددې لپاره چي خلک په نورو ورځو دعوت اورېدلو ته نه راځي په دې ورځ باندي یې راجمع کړل سي اویا په نورو ورځو باندي خیراتونه نه کوي په دې ورخو باندي خیراتونه وکړي داسي کار جایز دئ؟
 هغوی به خامخا درته ووايي: بالکل جایز دي په دې کي خو هیڅ تاوان نسته؟
 که پورته خبرو ته وکتل سي ، نفس پرستي شا ته سي دعدل او انصاف په سترګه ورته وکتل سي حتما به داخبره معلومه سي چي مخالفت بیخي نسته او یا هم ډېر لږ دئ.
ښه نو دلیري والي مشکل چشي دئ؟
 لومړی لامل: هغه کسان چي میلاد لمانځل ردوي هغه کتابونه یې مطالعه کړي دي کوم چي پاکستاني او هندي علماوو دخپلو همجوارو برېلویانو د رد لپاره لیکلي دي حال داچي یادو علماوو چي کوم میلاد یاد کړی دئ هغه میلاد دبرېلویانو دئ چي په خرپ بدعات او خرافات پکښي دي.
دوهم لامل: عام خلک دعلماوو دخبرو ناسم تعبیر کوي دیوه عالم خبري بل عالم ته په ناسم ډول رسوي هغه دې ته اړ کړي چي عکس العمل وښيي.
داسي کړني دخطر زنګ دئ:
که وګورو په پاکستان کي په لسګونه زره خلک ددغو فرقیزو شخړو قرباني سوه دا نه ده معلومه چي کوم یې غازي وو او کوم یو یې شهید وو؟
 دپاکستان په سنهد او سرحد ایالتونو کي خلکو یو دبله کورونه پر دغو مسائلو باندي سره وسوځل حتا کلي یې سره وسوځل خو دغم ، تاوان او افسوس پرته یې بله کومه پایله نه ده لرلې، داخرت حساب خو لا بېل دئ.
الحمد لله په افغانستان کي دغه فرقیز مخالفتونه تر دې مهاله نسته خو دنیاوال غواړي چي دا ویر هم زموږ کور ته راوړي نور خو یې ټول غمونه راوړي دي.
او که دا دمخالفتونو لړۍ همداسي روانه دغه ویر به افغانستان ته راځي بیا به لفظي مخالفتونه په فزیکي مخالفتونو بدلیږي، او فزیکي مخالفتونه به تر قتلونو رسیږي ، افغانستان چي څومر کړېدلی دئ نور به هم کړيږي او مسؤل به دغه کسان وي چي ساده پر یوه مستحب شی باندي کلک ولاړ دي او بل څوک یې په رد کي کلک ولاړ دئ بیا به عام خلک په دې اور کي سوځي.
دخدای روی ته وګورئ! په دې هیواد کي عیسویت ته تبلیغ کیږي، دا حنفي مذهبه هیواد دئ داسي کسان سته چي حنفي مذهبه خلک کافران بولی؟ دلته په دیني شعائرو خلک پسخند وهي، دلته حرام کارونه خلک حلال بولي، دلته، فرض کارونه خلک فرض نه بولي، دلته دعریانیت لپاره کار کیږي حتا خلک دهریت او الحاد ته په ښکاره بلل کیږي هره ورځ په پښتو او درې ژبو په خواله رسنیو کي دعیسویت لپاره پوسټونه کيږي، د دهریت لپاره پوسټونه کیږي، دالحاد لپاره پوسټونه کیږي ، دحنفيت د له منځه وړلو لپاره پوسټونه کیږي ، دسیکولیزم لپاره پوسټونه کیږي، دلته په علانیه د لامذهیت لپاره اعلانونه کیږي او دا وايي: هر څوک چي بحث کوئ راسئ! زموږ سره مناظره وکړئ ، دلادینیت لپاره په ښکاره اعلانونه کیږي.
په تاسف او تاسف باید ووایم چي دیادو کارونو سره دمخالفت لپاره هیچا ږغ نه دئ پورته کړی د یوه مستحب کار لپاره یا دیوه جایز کار لپاره یو دبله کلک ولاړ دي دلایل سره ووايي، تاسو یې شاهدان هغه کسان چي میلاد لمانځل مستحب بولي هغه به یې اخر دکلک مخالفت په وجه واجب بولي او جایز وا لا به یې حرام بولي بیا به اخر یو دبله سره کافران کوي او اخر به هره ډله خپل پیراوان دبل په مقابل کي دفزیکي یرغل لپاره تشویقوي بیا به دا ناورین دګنډلو نه وي.
اوس لا سري وخت دئ راسئ ! سره نژدې سئ، یوه دبله محبت سره وکړئ ، خبري سمي سره تعبیر کړئ، که دچا زړه غواړي میلاد دي دبدعاتو خلاص ولمانځي الله جل جلاله به ثواب ورکړي او که یې زړه نه غواړي خپل کاروبار دي وکړي هیڅ ګناه ورباندي نسته.
ستاسو ورور
 ع حماد، حمادیه مدرسه ، قندهار
 ۱۱\۳\۱۴۳۸ ه ق