په لغمان کې د ورزش د ډګر اتلان په ستاینلیکونو او ډالیو وویاړل شول.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67458
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-10

 د لغمان ولایت مقام په نوښت د ( مخکښ اتلان ستایو ) تر سر لیک لاندې د افغانستان د فري فایټ او کرکټ لوبو یو شمېر مخکښ قهرمانان چې د نړۍ په کچه یې د افغانستان بیرغ رپانده ساتلی و، نن د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري په ډالیو او ستاینلیکونو وویاړل شول. دغه لړۍ چې په راتلونکي کې به هم دوام پیدا کړي د لومړي ځل لپاره په کې د افغانستان د فري فایټ لوبې اتل احمد ولي هوتک، د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم نوموتی توپ اچونکی امیر حمزه هوتک او د کرکټ بورډ تکړه ویاند احمد فرید هوتک د دوی د ښو وړتیاو د درلودو له امله وستایل شول.  په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال لغمان والي عبدالجبار نعیمي ټول ورزشکاران د سولې، امن او ثبات د سفیرانو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه چې دوی د یووالي او وحدت یوازیني هغه اتلان دي چې د ټولو هېوادوالو تر منځ یې اتفاق رامنځته او پر شونډو یې موسکا خوره کړې ده. ښاغلي نعیمي وویل سره له دې چې افغان لوبغاړي په هره برخه کې د نړۍ په کچه په نشتو امکاناتو مخته روان دي ولې بیا یې هم نړیوالو ته په بېلا بېلو ډګرونو کې خپله قهرماني څرګنده کړې ده. لغمان والي له نشه یي توکو څخه د ځوانانو په ژغورنه کې د ورزشکارانو د رول په اغېزمنتیا د خبرو تر څنګ ژمن شو چې په لغمان ولایت کې به د ځوانانو لپاره د سپورت د بنیادي پروژو د تطبیق او عملي کېدو په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي څو په راتلونکي کې ورزشکاران له ستونزو او ننګونو سره مخ و نه اوسي. وروسته په وار سره د ولایتي شورا په استازۍ حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي ، د افغانستان د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست مالي او اداري مرستیال ذبیح الله صافي ، احمد ولي هوتک او فريدهوتک خبرې وکړې او د لوبو د ډګر د اتلانو ستاینه او هڅونه د هغوی د پرمختګ لپاره یو مهم اصل یاد کړ او د ولایت مقام د دغه نوښت قدرداني یې وکړه.. د غونډې په پای کې د یو شمېر ورزشکارانو له لوري د سپورتي نندارې په وړاندې کولو سر بېره په یادو کسانو ستاینلیکونه او ډالۍ هم وویشل شوې