غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67480
مصطفی ارین
دخبریدو نیټه : 2016-12-21

 

 یوڅوک راځي ماخوب کې خوځوي بیا رانه ځي
 په زړه راته لاس ږدي مـا خبروي بیا رانه ځـي
 دا ســـري مــاښام ځـکه آیاتونه په ځــان وایم
 راځــي مــا ویروي، مـا تخـنوي بیا رانه ځــي
 په څه خوارۍ راټول کړمه اوتر،اوتر خیالونه
 دې راشي بس هرڅه رانه شیندي بیا رانه ځي
 دا ټول خلک رانجه کړي یودا زه یم پکې اوښکه
 څــو وارې ما له سترګو توئيوي بیا رانه ځـــــي
 خـیبر غـوندې د للمو سـپيلنو مـنځ کـې اوسیږم
 ځولۍ ،ځولۍ چې ورکــړم ،سپيلني بیا رانه ځـي
 ساده یم چـــې ورځم او ســتا د خیال لمنه نیسم
 شـبګیرشم اضطراب شپه تیروي بیا رانه ځـي
 قرارې مخ پر مخ کې راته کیږدي غاړه راکړي
(آرینه) خـــلک هـــم نه خــبروي بیا رانه ځـــي