د واکمنو لوړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67502
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2016-12-27

طنز


د واکمنو لوړه

موږ ددولت ټول کارمندان غلا ته یو چمتو
خلک له لوږې مړي موږ خورو کابلي منتو
غلي یو تر هغه وخته چې د لالا ږغ سي د توتو
لکه چرګان لوڅي پښې تر وارسا ډهلي ځغلو
***
د کور له خاوند سره چې دغله ګټه سي شریکه- سي ګړبړ
دنا پوه سره چې دپوه پوهه سي شریکه -سي انجړبنجړ
دوه بدل فکرونه نه سر ه ګډیږي مګر په زور دسیاست
د ډول نسي او وچ کولمو چې کولمه سي شریکه – سي غرپړ

له شخصي غوښتنو څخه د وحشت دولت جوړیږي
د پوهانو اوغلو دڅوکۍ د وحدت مشر باید – سي اجړ
ددوو نرښځکو سیاسي واده هیڅ پایله نه لري
دهغو زوی چې پیدا هم سي نوم یې له اوله- سي اړودوړ

د وحدت ښه نوم د خاینانو دلاس سوې ده ښه اله
ددوی د درواغو وحدت دولسي خلکو دپاره -سي ربړ
په ملي وحدت کې یو د بل خاین ملګری لیري کولای نسي
چې د وحدت نوم په کې وی دخاین به ختم- نسي کړوبړ
تر هغه به ځاني کثافت د ملي وحدت په نوم یادیږي
له شف شف تیرسو که له اشغاله وطن ازاد - سي بشپړ
ټول یو مسلمانان باید یو مو امام یو مو سي ماجد
اوس دکور هر کنج کې مندر لرو خود مو ملا -سی بامبړ

لومبړ ( لکه کیدړه حیوان او کم عقل)، نابړ( بی تعذبه)، ګربړ( ګډوډی)،بامبړ( دهندو پندټ)، ربړ( کړاو)،کړوبړ( ډبدبه)، جمبړ( زړې جامی ). اجړ (بیزووان) توتو ( دچرګانو دراغوښتلو ږغ)