دارواښادپوهاندمحمدحسن کاکړپه ویرکې!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67539

دخبریدو نیټه : 2017-01-09

 


په  ډیره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چه دهیواد بې ساری نامتومورخ ، وطنپال لیکوال، خپلواکژورنالیست ، په ملي اونړیواله کچه پېژندل شوی تاریخي، فرهنګي اوملي ځلانده شخصیت  پوهاندډاکټرمحمدحسن کاکړدامریکاپه هیوادکی په حق ورسید .


انالله و اناالله راجعون


ارواښاددڅولسیزو راپدي خوا آن  د ژوند  تر پایه پوری دتاریخې، سیاسي،ادبې اوعلمي کتابونوپه لیکلواوژباړلوکې فعال پاتې شو . ارواښادپه  ازادی مین  اوډیروطنپال ملي شخصیت وو. 

زه دکابل پوهنتون پخواني استادپهتوګه  د ارواښادمحمدحسن کاکړ په ویرکې ځان شریک ګڼم  . دارواښاد مړینه دافغان ولس لپاره خو په تیره بیاد پښتون قوم لپاره يوه لويه نه جبران کیدونکې علمي اوفرهنګی ضايعه بولم،

ارواښاد ته دالله ج څخه  جنت الفردوس او محترمي کورنۍ ته یې صبرجمیل غواړم . برسیره پردې خپل ژورخفګان اودخواخوږی مراتب وړاندی کوی.

روح دی ښاد وی

په درنښت

الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ


سحـــــرګـــــه وه د نـــــرګس لـــــېمه لانــــده

څاڅکي څاڅکي يـــې تـر سترګو څڅېده

مــا ويـــل څه دي ښکليه ګله ولي ژاړې؟

ده ويل ژونـــد مي دئ يوه خوله خندېده

نازوانا