د کارل مارکس ژوند ته یو لنډه کتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67590
سیف الله څرګند
دخبریدو نیټه : 2017-02-02


کارل مارکس جرمنی فيلسوف، انقلابې اقتصاد پوه و چي د پیسو د استعمال او مالي منابعو په برخه کي یې زیاته مطالعه کړي وه او ورسته یې د علمي سوسیالیزم۱ بنسټ هم کې ښود؛ د کارل مارکس افکار د مارکسیسزم په نامه سره یادېږي.
مارکس هین ریچ مارکس په پروشیا Prussia یا اوسني جرمني کي د مې په ۵مه د ۱۸۱۸م کال کي د یهودیانو په یو مذهبي کورني کي وزيږېد. د مارکس پلار هین ریچ مارکس له خپل دین څخه په ۱۸۱۷م کال کي وا وښت او Lutheranism یې قبول کړ ؛ مارکس هم له خپل پلار سره تر ۱۸۲۴م کال پوري په یوه کلیسا کي عیسویان ته د یو خاص غسل ورکولو په برخه کي مرسته کوله؛ په ۱۸۲۴م کال کي چي شپږ کلن وو د مارتین لوتر په لومړني ښوونځي کي چي د لوتر له افکارو څخه اغېزمن شوي و شامل شو خو په پای کي یو 2atheist او 3materialistورڅخه جوړ شو؛ یهودي او عیسوي دینونه یې رد کړل او دین یې د خلکو تاریاک وبلل.
ورسته مارکس د پنځو کالو لپاره د فریډریک ویلهلم جمنازیوم کي شامل شو او په اوولس کلني کي په ۱۸۳۵م کال کي ورڅخه فارغ شو؛ د جمنازیوم په پروګرام کي تاریخ، ریاضي، ادبیات او ژبي وویل خو په خاص ډول یې یوناني، فرانسوي او لاتین ژبو کي ډېر مهارت پیدا کړ چي روان لیکل او ویل یې په کولای شول؛ چي ورسته یې هسپانوي، ایټالوی، الماني، سکندنویایي، روسي او انګلیسې ژبي هم زده کړي؛ د مارکس له هغو مقالو څخه چي په New York Daily Tribune کي به خپرېدې معلومېږي چي په انګلیسې ژبه کي یې هم پوره مهارت درلود. مارکس له Shakespeare (1564-1616) سره ډېره مینه درلوده او د هغه اثار یې ډېر په مینه مطالعه کول. کارل مارکس ښکلی دروند جرمنی accent کي تر اخیره کوم تغیر را منځ ته نه شو.
کارل مارکس په ۱۸۳۵م کال کي په جرمني کي د بن په ښار کي په بن پوهنتون کي د قانون په برخه کي زده کړي پیل کړې خو لکه څنګه چي دا د مارکس د پلار غوښتنه وه خو خپله مارکس د قانون په پرتله فلسفې او ادبیاتو ته ډېر لېواله وو. کارل مارکس دلته خپل ډېر وخت له ملګرو سره په ګرځېدو را ګرځېدو ضایعه کاوو او ډېر کم درس به یې وایه چي دا کار یې پلار ډېر ناهيلی کړ او مارکس یې د برلین په پوهنتون کي شامل کړ چېرته چي د کارل مارکس د ژوند لاره بدله شوه.
په برلین پوهنتون کي پوه کسان ول؛ برلین پوهنتون چي په علمي لحاظ په دین، فلسفه، اخلاقو علم او سیاسي علومو کي ترټولو موجوده تعلیمي مرکزونو لوړ و.
مارکس په برلین پوهنتون کي د (اساسي اصلاحاتو طرفداران) تر نامه لاندي ګروپ غړی شو چي په علمي لحاظ ډېر پوه کسان په کي راټول شوي و. کارل مارکس په برلین پوهنتون کي تر څلورو کلونو ډېر وخت تیر کړ او په ۱۸۴۱م کال کي یې د دکتورا په کچه سند ورڅخه تر لاسه کړ.
کارل مارکس مجبور شو چي د خپل شخصي مصرف د پوره کولو لپاره لیکلو او ژورنالیزم ته مخه کړي. په ۱۸۴۲م کال کي د Liberal Cologne newspaper چي د Rheinische Zeitung په نوم یادېدی د مسوول مدیر په صفت وټاکل شو. خو د برلین حکومت یې په همدې کال فعالیت بند کړ. د ۱۸۴۵م کال د جنوري په میاشت کي د برلین د حکومت په غوښتنه له فرانسي څخه په زوره وایستل شو او بلجیم هیواد بروسیلس ښار ته ولاړ او د جرمني هیواد د کارګر ګوند غړو سره یوځای شو. کارل مارکس دلته د کمونیست ګوند مشهوره بیانیه ولیکله چي دCommunist manifesto په نامه سره یادېږي. د خپل فعالیت له امله له بلجیم څخه هم په زوره وایستل شو او بېرته د جرمني د کولن ښار ته ولاړ او په ۱۸۴۸م کال کي د Neue Rheinische Zeitung اخبار د مسوول مدیر په صفت په کار پیل وکړ چي له ۱۰ میاشتې فعالیت څخه ورسته د برلین حکومت اخبار کار بند او کارل مارکس یي له جرمني څخه جلا وطنۍ ته مجبور کړ.
کارل مارکس فرانسي ته ولاړ خو د روان کال د سپټمبر په میاشت کي د فرانسي حکومت یو ځل بیا له هیواد څخه ایستلو ته مجبور کړ.
په پای کی مارکس اول په لندن او بیا په انګلېنډ کي په داسې حال کي د یو بې هیواده جلا وطنه په توګه ژوند پیل کړ چي لندن یې د تابعیت غوښتنه رد کړه او جرمني هم نه وو تیار چي بېرته یې د یو جرمني تبعه په توګه ومني او نه یې هم په جرمني کي د خپل پاتي ژوند د تېرولو اجازه وکړه.
په لندن کي د مارکس یواځینی ملاتړ ژورنالېزم و او خپل ورځني لګښتونه یې له دې لاري برابرول؛ کارل مارکس په جرمني او انګلیسې ژبو ورځپاڼو او اخبارونه ته لیکني کولي. له ۱۸۵۲م کال څخه بیا تر ۱۸۶۲م کال پوري د New York Tribune خبریال او همکار په توګه هم پاتي شوی چي د ۳۵۵ په شاوخوا کي مقالې یې ورته لیکلي دي. د ژورناليزم له لاري کارل مارکس تنها له لوږې څخه د ځان ساتلو پیسې لاسته راوړی شوای. د فرید ریک انګلز (Friedrich Engels 1820-1895) په مرسته کارل مارکس د کارګرو نړیواله ټولنه پیدا کړه او د هغه لپاره یې د پرانیستنې خبري ولیکلې چي له دې څخه ورسته د کارل مارکس سیاسي فعالیتونه ډېر محدود کړای شول؛ خو د لیکونو په مرسته به یې د اساسي اصلاحاتو غوښتونکو ملګرو سره په امریکا او اروپا کي اړیکه نیوله او د سوسیالیستي فعالیتونو د پر مخ بېلو او منظم کولو په برخه کي به یې مشورې ورکولې.
کارل مارکس له Jenny Von Westphalen سره د ۱۸۴۳م کال د جون په ۱۹مه واده وکړ چي له ماشومتوب څخه یې مینه ورسره لرله او د ښکلا له مخي په ټول ټریر ښار کي مشهوره وه؛ ویسټفالن یو له هغو کسانو څخه وه چي تل یې د کارل مارکس ملاتړ کړی، ویسټفالن به د کارل مارکس د خراب خط له کبله د هغه نظري او افکار په خپل لاس لیکل. د کارل مارکس ښځه ویسټفالن په جرمني کي د ډېري مشهورې کورني څخه وو چي ورسته یې ورور د جرمني د پوځ مشر شو خو ویسټفالن هرڅه هېر کړل او له کارل مارکس سره یې په جلا وطني او ډېر غوربت کي ژوند وکړ چي په پای کي په ۱۸۸۱م کال د ډیسمبر په ۲مه د ۶۷ کلونو په عمر د سرطان د ناروغي له امله مړه شوه چي د کارل مارکس په ژوند یې ډېر منفي تاثیرات واچول. کارل مارکس او ویسټفالن اووه ماشومان درلوده چي څلور یې په ماشومتوب کي د غوربت له امله مړه شوي ول؛ مارکس له خپلو لوڼو سره ډېره مینه لرله.
د مارکس له پاتي شویو دریو لوڼو څخه یې دوه لوڼو Jenny او Laura له فرانسوي هلکانو سره ودونه وکړل؛ چي ورسته د مارکس دواړه زومان د فرانسي د پارلمان غړي او دایمي سوسیالیستان پاته شول او د مارکس درېیمه لور Eleanor په لندن کي د کارګرو د ټولنې د یو فعالې په توګه پاتي شوه.
کارل مارکس خپل ډېر کاري وخت د برېتانیا په موزیم کي د مقالو او کتاب لیکلو لپاره په څېړنه لګول؛ هغه د 4Das Kapital د لیکلو لپاره ټول موجود اقتصادي او مالي تیورې معلوماتي کتابونه مطالعه کړل.
کارل مارکس له سیګرېټ څکولو، شراب څښلو او تندو خوړو سره ډېره مینه لرله چي ممکن د ژوند د ورستو ناروغیو یو دلیل یې همدا وو. کارل مارکس د ۱۸۸۳م کال د مارچ په ۱۴مه له خپلې ۶۵مې کلیزي څخه دوه میاشتې مخکې په چوکۍ کي ساه ورکړه چي له مرګ څخه یې هم خلک دستې نه دي خبر شوي.
مارکس په لندن کي د High gate cemetery په هدیره کي خاورو ته وسپارل شو چي د قبر په سر یې نیم تنه مجسمه جوړه شوي ده.
د مارکسیزم لومړۍ بریا په روسیه کي د انقلاب په پایله کي په مارکسیستي افکارو بنا حکومت منځ ته راتګ وو چي د کزار ۳۰۰سوه کلن نظام په ځای منځ ته راغي او په سر کي یې ولادیمر ایلیچ لینین (Vladimir Ilich Lenin 1870-1924) قرار درلود؛ لینین د خپل عمر تر پایه د کارل مارکس لاره تعقیب کړه او په مارکسیستي افکارو بنا حکومت یې جوړ کړ؛ له دې سره کارل مارکس په نړۍ کي ډېره مشهور شو او افکارو یې نړیوال پام ځان ته را واړوو.
کارل مارکس په سلګونو مقالې، ورځپاڼې، راپورونه او پنځه کتابونه لیکلي دي.
کارل مارکس له نړیوالو غوښتنه کوله چي په ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له سره کتنه وکړي؛ مارکس ته کپیټلیزم 5Capitalism د اقتصادي پرمختګ وروستی حد وو تر هغه وخت او د مارکس له نظره نور باید له منځه تللی وای. په ټولنه کي اختلاف د طبقو د شتون له امله منځ ته راځي او دا اختلاف به تر هغه دوام پیدا کړي ترڅو چي د ټولنې کارګره طبقه قدرت لاسته راوړي او کمونیستي نظام جوړوي چي هیڅ طبقې ونه لري او له پوره مساوات څخه جوړه وي. خو ځینو ته بیا دا د منلو وړ نه ده. خو مارکسیستي افکارو خپل ارزښت د کارل مارکس له مړینه څخه ورسته ثابت کړي او د نړۍ د ډېرو هیوادونو د حکومتونو په اقتصادي برخه کي د ملي تېوري اساس جوړوي.
ځينې اصطلاحات چي په لیکنه کي استعمال شوي دي.
سوسیالیزم: هغه ټولنیز سیسټم چي شخصي شتمنې وجود ونه لري.
Atheist: هغه کس چي د خدای پاک په شتون باور نه لري.
Materialist: هغه څوک چي په سترګو د لیدو وړ شیانو په شتون باور لري او په غیبو باور نه لري.
Das Kapital: د کارل مارکس په لاس لیکل شوي کتاب ده چي د کمونیزم د سیاسي او اقتصادي فلسفي په اړه بحث پکې شوی ده.
Capitalism: هغه ټولنیز اقتصادي سیستم ده چي په ټولنه کي د شخصي مالیکیت په اساس ولاړ ده.