د راډيو مقام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67612
بصيرالحق عادل
دخبریدو نیټه : 2017-02-14

 

د فبروري ۱۳مه د راډيو نړيواله ورځ ده، په دې پلمه غواړم يو څه وليکم.

زموږ ټولنه چې راډيو ورته يوه مهمه خبري، مالوماتي او خپرنيزه سرچينه بلل کېږي، لا هم پر راډيو باور لري او په شوق يې اوري. که څه هم اوس انځوريزې، چاپي او ټولنيزې رسنۍ مخ پر وده دي او زموږ ټولنه کې هم ترې ګڼ خلک مستفد دي، خو راډيو خپل مقام ساتلی دی، د پخوا په څېر يې خلک اوري او باور پرې لري.

زما په اند زموږ خلک چې راډيو ډېره اوري بېلابېل لاملونه لري څو يې په لاندې ډول دي:

زموږ رسنۍ چې لا هم نوي دي او د نړۍ د نورو رسنيو په څېر امکانات، مسلکيتوب او لويه کاري ساحه نه لري، انځوريزي رسنۍ د مالوماتو پر راټولولو او رښتينو واقعيتونو په سپړلو او رسېدلو کې د برياليتوب لږ چانس لري، خو راډيو بيا په اسانۍ کولی شي د يو راپور لپاره تحقيق وکړي.

زه د پورته خبرې لپاره بېلګه وړاندې کووم، په يوه نا امنه ساحه کې يوه پېښه رامنځته شوې ده، ورتګ ورته ناممکن دی، د تلويزيون خبريال نه شي کولی چې ورشي، تصويرونه واخلي او راپور پرې جوړ کړي خو د راډيو خبريال د ټليفون په واسطه هم له ځايي چارواکو او خلکو اواز اخيستلی شي او د ټليفون له لارې پېښه څېړلی شي، نو په دې خاطر د راډيو مالومات دقيق، ډېر او ژر خپريږي او خلک باور هم پرې کوي.

بل لامل يې دا دی چې زموږ په ليرې پرتو سيمو کې چې اوس هم د تلويزيون امکانات نه شته، يا د نا امنيو له امله، يا دا چې کار نه کوي، خو راډيو هر ځای کار کوي او هر ځای کې يې خلک اورېدلی شي، تر دې پورې چې کرونده ګر يې په پټي کې د کار کولو پر مهال هم د راډيو انتن پورته کړی وي او اوري يې.

بل لامل يې به دا هم وي چې د اوس زمانې خلک مصروفه دي، په تېره بيا ځوانان، نو که تلوېزيون ګوري وخت يې نيول کېږي او نور کارونه ترې پاتې وي، که اخبار لولي ښايي نورې چارې يې وځنډيږي، راډيو يو داسې شی دی چې موټر کې يې هم اورېدلی شي، د بل کار کولو پر مهال يې هم اورېدلی شي، څوک نه مصروفه کوي.

د استاد اسدالله غضنفر يوه ليکنه مې کتله، هغه ويلي وو راډيو چې څوک نه مصروفه کوي نو تر نامحدوده وخته به ژوند هم وکړي او مينه وال به ولري.

زموږ په هېواد کې راډيو اوږده مخينه لري، نزدې يوه پېړۍ وړاندې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر وخت يې په لومړي ځل «راډيو کابل» خپرونې پيل کړې خو وروسته بيا بندې شوې او په ۱۳۲۰ل کې بيا خپرونې پيل شوې.

د افغانستان د راډيو ټلوېزيون د ټولنې د مالوماتو له مخې اوس هم افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېرې راډيوګانې فعاليت لري.

دلته يوه خبره د يادونې ده چې زموږ سيمه ييزې راډيوګانې چې شمېر يې هم ډېر دی د کيفيت له مخې کمزورې دي، يا يې کارکوونکي نا مسلکي دي، يا د خپلو تجارتي او سياسي موخو لپاره کار کوي. پر ځای د دې چې اسلامي، ادبي، سياسي، ټولنيزې او مالوماتي خپرونې وړاندې کړي، ټوله ورځ يا سندرې خپروي او يا هم بوختوونکي او تفريحي خپرونې کوي، چې زموږ د ټولنې د وګړيو د فکر په روزلو کې يې ځنډ هم رامنځته کړی دی.

۱۳۹۵ / ۱۱/ ۲۵