من الفجر....الی....طلوع الشمس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67668
بخت ارحمان بخت
دخبریدو نیټه : 2017-02-26

 

 (لاتناموا عن طلب آرزاقکم فیما بین صلاة الفجر الی طلوع الشمس)
حضرت فاطمة رضي الله تعالی عنها وایی کومه ورځ کورکي دسهار له لمانځه څخه وروسته مي څنګ لګولی وو، دویدیدو په حال کي وم، چې خوږ بابک مي خوا ته راغی ویی ښورولم او راته يی وویل لورکۍ پورته شه دخپل رب د رزقونه مشاهده وکړه، سستي او غفلت مکوه، ایا نه يی خبره چې الله پاک دفجر له دراښکاره کیدلو او دلمر دراختلو ترمنځ وخت کي انسانانو باندي روزي ویشي.
تیره ورځ مي له یو ملګري سره سهار وختي پاڅیدلو باندي خبره کوله، ملګري راته وویل چي زما وختي پاڅیدل به ماته څه فائده وکړي، زه مارکیټ کي دکان لرم ټول مارکیټ غرمه ۱۱ بجې خلاصیږي، مارکیټ مو یو لوی ګیټ لري، ګیټ ماښام ۱۱ بجي بندیږي، چوکیدار يی مخکي ناست بیا دصبا تر ۱۱ بجو پوري څوک حق نه لري چې دکان خلاص کړي، ځکه چي دټول مارکیټ دکارکولو او سوداګرۍ اصول همداسي وضع شوي دي، نودغه صورت کي که زه سهار وختي پاڅم تر ۱۱ بجو به څه کوم.
ورته مي وویل چي اوس څوبجي سهار وختي له خوبه پاڅې، راته يي کړه شپږ ۶ بجي پاڅم، لمونځ کوم او ۷ بجي بیرته ویدیږم اوبیا ۱۰ بجي پورته کیږم، چي کله کله داسي هم پیښه شي چي ۱۰ بجي هم ونتوانیږم راباندي کورکي ۱۱ بجې شي چي دکان ته رسیږم ۱۲ بجې شي.
ورته مي وویل چي ته خبريی څومره فرصت لري او ایا درته مالومه ده چې فرصت څومره ستر غنیمت ده خو افسوس چې انسانانو ته ددغو عظیمو نعمتونو قدر هلته مالومیږي چې کله یی له زوال سره مخ شي.
رسول الله صلی علیه وسلم فرمايي (نعمتان مغبون فيهما كثيرٌ من الناس الصحة، والفراغ)) دوه ستر او لوي نعمتونه چې ډیری انسانان يی قدر نکوي او په لایعني شیانو يی ضائع کوي، هغه روغتیا او خلاص وخت دۍ.
ستاسره څومره خلاص وخت شته، دسهار له پنځو بجو څخه بیا دغرمي تر ۱۱ بجو پوري ۶ ساعته فارغه وخت لري، خوشبخته انسان يی چې الله پاک درته دومره لوي فرصت درکړی، دغه وخت پرکار واچوه او ګټه ځیني پورته کړه، داسي وخت به راشي صحت به لرې خو وخت به نه لرې او یابه وخت لرې صحت به دي خراب وي، اوس چي الله پاک په صحت او فراغت دواړو نازولی يی دشکر ځاي دۍ، غنیمت يي وګڼه او کاروکړه ترڅو خپله هم راضي شي له ژوند څخه خوند واخلې ډاډ او سکون ومومې ، ملګري دوستان او عزیزان هم درڅخه راضي وي اوکوم ذات چي په دغو نعمتونو يې نازولی يي هغه هم درڅخه راضي وي.
وايې چي دپښتو په څنګ کي دي اردو ژبه هم زده ده او نورو ژبو زدکولو شوق لرې، نويی لا ولي نه زدکوي، څه ته انتظار يی اوڅه فکروي کوي تردغه په ښه وخت ومومي، نه هیڅکله نه، ژر سه (دري) ژبه چې زمونږ دهیواد دوهمه رسمي ژبه ده زدکول يی پيل کړه، دسهار لخوا هره ورځ ۹۰ دقیقي (دري) ژبې ته ورکړه، ضرور به (دري) ژبي ملګري لرې، ورسره نوره انډیوالي او اشنايی ټینګه کړه، دوه دري ځله ورته کورکي دصبحانې بلنه ورکړه، دسهارني بدني ورزش ملګري يې کړه، چي کله سره یوځاي یاست ورسره په دري ژبه دخبروکولو کوښښ کوه.
همدارنګه کولای شي بله مهمه ژبه عربي چې زمونږ دهغه کتاب کوم چي ایمان مو ورباندي راوړی دژوند لارښود او اخیرت دنجات او خلاصون ضمانت موکوي ددغه کتاب ژبه زدکول پیل کړه، زه په ضمانت سره درته وايی که ورځ کي یو ساعت هم عربي زدکولوته ورکړي، اوس د ۲۰۱۷ زدیږکال دوهمه میاشت ده، د ۲۰۱۸ زدیږکال په دوهمه میاشت کي چې کله عمرې ته لاړشه له ملګرو سره به دعربي ژبي دژباړونکي په توګه ملګری يی.
ته خبريی چي اوس هر ورځ ۶ ساعته وخت ضائع کوي چي سره جمع يی کړي هرکال دوه زره یو سل او شپږنوي ساعته ژوند په دریاب کي لاهو کوي، که ۲۱۹۶ ساعته دکال پر کاري ورځو باندي تقسیم کړو،مونږ چي ډير غښتلي سو نو په ورځ کي به ۱۱ ساعته کار وکړو په ۱۱ ساعته کي چې کله زمونږ څخه هره روځ ۶ ساعته بي ځایه او غفلت کي ضائع کیږي، په دغه حساب هرکال مونږ ۲۹۰ کاري ورځي ضائع کوو.
کچیري ته هره ورځ دسهار له ۵ بجو څخه بیا تر ۱۱ پوري وخت په کار واچوي ددي مطلب داسو چي تا هرکال دژوند په خپل کاري وخت کي نیم کال ۶ میاشتي نوري ورزیاتي کړي، که ته چیري له کوم شرکت سره کارکوي او دغه شرکت تاته هرکال شپږ میاشتي رخصت درکړي، څومره به خوشحاله يی.
نوداچي ستا دکانداري هره ورځ دغرمي ۱۱ بجې باندي پیلیږي، دالله لوي شکر وباسه له کاره سره سره الله پاک په اضافي وخت نازولی يی، غنیمت يی وګڼه ورڅخه کارواخله.
دغه فارغ وخت کي خپله هم کاروکړه او دنورو له پاره هم څه وکړه، هرسهار دخپلو دحقدارو مشرانو پوښتني ته ورشه په غم اودرد يی ځان خبرکړه ورسره دزړه خواله وکړه، داستاذانو پوښتني ته ورشه له ملګرو سره دمشکلاتو او کړاوونو لري کولو کي مرسته او کمک وکړه.
انسان هغه وخت کامله انسان کیدلای شي، او دانسانیت تقضا پوره کولای شي چي دخپل ځان په څنګ کي دنورو لپاره هم کار وکړي، دخیر په کارونو کي دملګرو او دوستانو مرسته وکړه له ناوړو کارونو څخه يي دمنع کولو کوښښ یي وکړه.
ویښ وګړي........ ،ویښ ملت
 سالم فکرونه....... جوړ صحت