په هلمند ولایت کې دهوایې برید پرمهال ۴تنه وسله وال وژل شوې دې او ۶تنه ټپیان شوې دې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67742
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-04-02

دهلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونوپه یو هوایې برید کې ۴تنه وسله وال طالبان وژل شوې دې او ۶تنه ټپیان شوې دې د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن و بینوا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي دې چې تیره شپه افغان ځواکونو لخوا چې کوم هوایې عملیات ددې ولایت په نادعلي ولسوالۍ په لوې باغ سیمه کې تر سره شوي دې په پایله کې ۴ تنه وسله وال وژل شوې دې ،او ۶تنه نور ټپیان شوې دې . تراوسه وسله والو طالبانو یې په اړه څه نه دې ویلي .