دهلمند ولایتي شورا :دهوانوردۍ له لوې ریاست څخه دملکي پروازونو دپیل غوښتنه وکړه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67743
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-04-05

تیره ورځ دهلمند ولایتي شورا دیو خبرې ناستي پرمهال وخبریالانو ته وویل چې دهوانوردې لوې ریاست دې یو شمیر خوصوصې شرکتونه دې اړه کړې تر څو هغوې بیرته په هلمند کې خپل پروازونه پیل کړې . خو په دې خبرې ناسته کې دهلمند دولایتي شورا ریس جاجې محمد کریم اتل وایې که څه هم دلته مسافر ډیر دې ،په هره ورځ کې په ګڼ شمیر نظامي باري او سپکي الوتکي تګ راتګ کوې خو ،خوخصوصي شرکتونه پروازونه نه لري. په همدې خبرې ناسته کې بیا دولایتي شورا یو بل غړی حسین علیزاده هم وویل چې اکثره وخت دهلمند دمرکزلښکرګاه ښارڅخه بیا و کندهار ته غزیدلي لار هم دترافیکو پرمخ تړلي وې ، او په زیات شمیر مسافرین دلتهدیولړ ستونزو سره بند پاته وې . نوموړې هم دخصوصې شرکتونه څخه غوښتنه وکړه په هلمند کې بیرته پیل کړې . داپه داسې حال کې ده چې دمرکز لښکرګاه ښار پر شاوخوا سیمو له څه وخت راهسي چې جګړې پیل شوې دې نو له دې امله خصوصي شرکتونود الوتکي پروازونه بند کړې دې ، خوکتونکو لویه ستونزه دخصوصیي شرکتونو دپروازونو بندیدل ناامني اوجګړې بولي .