یوویشتمه پیړۍ کې د پښتو ژبې پلار پوهاند زیار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67746
سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 2017-04-07

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ یوویشتمه پیړۍ کې د پښتو ژبې پلار پوهاند زیار يوه يوازېنۍ- کره ليکنۍ پښتو پښتو ژبه په خپل ټول اوږد لرغوني تاریخ کې د پرله پسې ودې، پراختیا او پرمختیا له کبله په نومیرلې توګه د ژبني یووالي، کره والي، نوې رغاونې، نيولوجېزمونو، د پښوییز رغانیزو، لیکدودي، سبک او ستایل له پلوه هیڅکله دومره بډایه ګټمنه شتمنه ژبه نه وه لکه نن سبا. د پښتو ژبې وییپانګیزه زیرمه هم هیڅکله دومره ستر زیرمتون نه دی درلودلي او همدارنګه پښتو ژبه هیڅکله د وسمهال په شان د یوې یوازېنۍکره لیکنۍ، کره لیکدود په بڼه کې نه ده را څرګنده شوي. لکه نن سبا. په لنډو ټکو کې پښتانه وسمهال یوه ستره ګټمنه علمي، ادبي، هنري او رسنیزه ځواکمنه لیک ژبه په خپلواک او اختیار کې لري. وسمهال پښتو ژبه ورو ورو له بې شمیرو رنګارنګې ګړدودي پړاوه د راوتلو په حال کې ده. پښتو ژبه د خپل چټک پرمختګ له امله د یوې يوازینۍ کره لیکنۍ ژبني پړاو ته د لوړتیا موندلو پر لوري مخ پر وده روانه ده. که څه هم پښتنو واکمنو مشرانو د خپل واکمنۍ په تاریخ کې له پښتو ژبې سره ډیرې سترې نه بښوونکي تېروتنې او ناغیړي کړي دي. همدارنګه زموږ د پلرنې هیواد ځینې ناځوانه ځامن په ډیره ناځوانۍ سره د خپلې مورنۍ ژبې ودې او پرمختګ لپاره په پښتو ژبه لیکنې کې نه کوي. اوس پوښتنه دا ده، چې په پښتو ژبه کې دا نننۍ پرمختګ څرنګه رامنځ ته شوي دی. نن د پښتو ژبې په څېړنیزو اثارو، څېړنیزه کرکتونکي لیکنو، کتابونو او سیاسي او ټولنیزو رسنیو کې داسي لیکنه نشته، په هغه کې د ژبپوه پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار د معیاري غورځنګ د لوړتیایي بهیر اغېز شتون ونلري. د پښتو ژبې تاریخي چټک پرمختګ یو ستر بنسټیز لامل د پښتنو کولتوري ویښتیا سربیره د ژبپوه پوهاند دوکتور مجاور زیار د نیم پيړییز ژبپوهنیز معیاري غورځنګ له ستري بریا سره تړاو لري. د پښتو ژبپوهنې ستر سرلاری منلي ژبپوه پوهاند دوکتور مجاور زیار په مشرۍ معیاري غورځنګ پر نویو نړیوالو څيړنیزو زرینو آرنو او میتودونو سمبال دی. دې غورځنګ په ډیر ستر صبر او زغم، په ډیره ژبپوهنیزه ځیرکتیا او په علمي بڼه کې د نیمې پيړۍ راهیسې خپلي هڅې د پښتو ژبې لیکدود ودې او پرمختګ لپاره پيل کړي دي. پوهاند دوکتور زیار لومړنۍ افغان اکادېمیک ژبپوهاند شخصیت دی، پښتو ژبې ته پر نړیوالو پوهنتوني کچ نوي ټولمنلي ژبپوهنیزه نورمونه، آرونه او معیارونه رامنځته کړي دي. پوهاند زیار په پښتو ژبه کې پر هیوادني، سیمه ییز او نړیوال کچ ریفورمونه او سمونونه پلي کړي دي او پښتو ژبې کې د نړی له وتلي ژبو سره په ګډه د سیالۍ او برابري په موخه نوې ژبپوهنېزه تیوریکي او مېتودلوجیکي معیارونه ټاکلې دي . پوهاند زیار تر بل هر افغان پښتون ژبپوه دې ټکی ته ډیر ښه ځیر شوي دی، چې زموږ مورنۍ، لومړنۍ ملي، رسمې پښتو ژبه له ډیري مودې راهیسې د لاسبرو پردیو ژبو تر ګواښونو او کولتوري یرغګرو تر ګونډو لاندې شډله پرته ده او همدارنګه پښتو ژبه د بېلا بېلو ګړدودنو په لومه کې ګډه وډه ښکیله پاتي ده . د پښتو ژبې په تاریخ کې د پوهاند زیار اکادېمیکي څېړنې او اکاډېمیکي معیاري هڅې بيساري، بې جوړې او هیښنانده دي. پوهاند زیار د افغانستان د پښتنې افغاني ټولنې په نومیاليو، نوموتو، ژبپوهانو، ادبپوهانو کې تر ټولو مخکښ پیلامګر، نوښتګر، سمونوال، څېړنوال، لیکوال او پر لوړ نړیوال کچ علمي اکادېمیک څو اړخیزه شخصیت د خپلو ګڼشمیر کمساري څېړنېزو شاهکارنو، ژبپوهنیزو علمي اثارو او کتابونو تر شا له ډیرو ړون اندو پښتنو پټ پاتي شوي دی او د ډیرو روڼ اندو افغان پښتانه قلموالو، لیکوالو او د پښتو ژبې مینانو پام سم نه دی وراوښتي. په بله وینا په پښتنه ټولنه کې د پوهاند زیار ژبپوهنیزه لارښودنې او لارښوونې ټول روڼ اندې پښتون ولس ته هممهاله جوت نه ښکاري او د استاد زیار نويو ژبپوهنیزو علمي اثارو او میتودونو ته یوازې د څو تنو دودیزپالو نیملوستو ژبپوهانو ګوتنیونکي پام وراوښتي دی. پوهاند دوکتور مجاور زیار د خپل کلیوالي چاپیریال یا ښوونځی رانیولي، بیا تر کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، د پيښور پوهنتون، د سویس برن پوهنتون، د المان د برلین ښار هومبولت پوهنتون، د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون او داسي نورو علمي مرکزونو کې تېزسونه، ارزښتمني بیساري ژبپوهنیزه څېړنې او لیکنې تر سره کړي دي، لکچرونه ورکړي او لا تر اوسه د پوهاند او دوکتورا پر کچ په ژبنیزو څېړنو کې بوخت پاتي شوي دی. د پوهاند زیار علمي اثار په ۱۳۱ کتابونو کې لیکلي شوي دي او د ګران هیواد څوارلس ژبو پر څه له پاسه سل ګړدودنه څېړلي دي او څه له پاسه درې زره څېړنیزه لیکني او شنني تر سره کړي دي. د هندو اروپایي او اریایي ژبپوهنې په هره څانګه کې لوړې څانګپوهنیزه څېړنې ترسره کړي دي. د ده علمي او تحقیقاتي څېړنې د هیواد په د ننه او بهر کې په پښتو، پارسي، الماني او انګریزي ژبو کې په رسنیو، ورځپاڼو، راديو او ټلویزیونو کې خپریږي. د افغانستان او سیمې ډیرې ژبپوهاند ور سره پيژنګلوي لري. پوهاند زیار د بېلابېلو نړیوالو پوهنتونو پر کچ په ژبپوهنیزه زرینو آرونو کې د پښتو پښويه (ګرامر) پښتو وییپوهنه، پښتو لیکلار په اړه نوي په زړه پوري څېړنې تر سره کړي دي، چې تر اوسه بل هیڅ افغان پښتون ژبپوه په دې لوړکچه نه دي تر سره کړي او د نوموړي بیساري علمي چارې نور پښتانه ژبپوهان سخت ننګولي دي. هر چا چې په پښتو ژبه کې د پوهاند زیار څېړنې او لارښوونې لوستي دي، هغه یي په خپله پښتو او په خپلو فکرونو کې ژور ډوب کړي دی. د زیار معیاري غورځنګ ټول ځانخبري پښتانه، د پښتو ژبې لیکوال، څېړنوال، کره کتونکی او سیاستوال پر هیوادني او نړیوال کچ د خپلې مورنۍ پښتو ژبې د سیاليو او ننګونو له ولولو سره مخامخ کړي دي. د معیاري غورځنګ، هستونو، نوښتونو، څېړنیزو او عالي هڅو په وړاندې هیڅ یو روڼ اندې باوجدانه، ځانخبرۍ ویښ افغان پښتون بې ټوپیره نشي پاتې کیدای. پوهاند زیار خپل ټول عمر د پښتو ژبې په پرمختګ، پراختیا او کره والي کې تیر کړي دی. پوهاند زیار په نویو ژبپوهنیزو آرونو ولاړ د پښتو ژبې یو ریښتنۍ صادق خدمتګار دی. هغه څه چې پوهاند زیار پښتو ژبې ته له نورو ژبو سره د سیالي په موخه رامنځ ته کړي دي، بل هیڅ ژبپوه پښتون نه دي وړاندي کړي. پوهاند زیار پښتانه ژبپوهان حیران کړي دي، ځکه دی پښتو ژبه باندې په یوه بیسار استثنايي فوقعلاده ډول برلاسۍ لري. په یوویشتمه پیړۍ کې د معیاري غورځنګ مشر پوهاند مجارو زیار د ځانګړو ځانګړتیاو درلودلو امله د پښتو ژبې په تاریخ کې باید د پښتو ژبي پلار په نامه وستایل او ونومول شي. تر ټولو هیښانده دا ده، چې زوړ زیار پوهنتوني ځوان پښتون پښت ته پښتو ژبه په نويو ژبپوهنیزو فکرونو او میتودولوجیکي زرینوآرونو کې وړاندي کړي. دی له دې لارې د پښتنو افغانانو تر منځ ملي یووالي، ژبنۍ یووالي، ژبنۍ پوهاوې، ژبنۍزغم، د پښتو او پښتونولۍ ورورولۍ احساس پیاوړي کوي. پوهاند زیار د خپل معیاري غورځنګ د یوې کره لیکنۍ پښتو له لارې د پښتنو ترمنځ له امونه تر اباسینه، له اسلام کلا تر اسلام اباده او له بولانه تر واخانه د پښتني ژبنې کولتور او ملي یووالي احساسات ټینګوي او همدارنګه د یوې یوازینۍ کره پښتو ژبې له لارې لر اوبر پښتانه افغانان په لوی افغانستان کې ژبني یووالي ته رابولي او پر یوه ټغر يې را ټولوي. د دې ویښ معیاري غورځنګ پلویان ورځ تر بلې په ډیریدودي، د ژبپوه پوهاند زیار غورځنګ د پیړیو پیړیو اوږد واټن په نیمه پیړي کې وهلي دی. دې غورځنګ پښتو ژبې ته ستایلیستیکي آرونه، چې د کره لیکلارې سره تړو لري رامنځته کړي دي. له دې سره د پښتو ژبې راتلونکي ژبپوهنیزو پانګو، علمي، ادبي،نثر او هنري زېرمو ته یو پوخ بنسټ ایښودلي شوي دی. پوهاند زیار پښتنو ته د یوې نوې ژبپوهنې لار پرانیستلي ده. د دې بیساري غورځنګ له پیلیدو سره زموږ خوږه پښتو ژبه یوې کره لیکنبڼۍ او ځانته یو خپلواک ادبې سبک وستایل موندلو کې مخ پر وده روانه ده . لیکنۍ ژبه نن زموږ د خبرو اترو کولتور بنسټیز عنصرونه جوړوي او په یوویشتمه پیړۍ کې د انسانانو د نوې یا عصري بریښنایي اړیکو یا د ټولنیزو رسنیو د لیک نه بیلدونکي برخه جوړوي. له همدې امله د عامه پوهاوي لپاره یوه کره لیکنۍ پښتو ژبه ځښته ډیره اړینه ده. د پښتو ژبې د کره لیکنبڼې سره د ښاغلی پوهاند زیار نوم ټینګ تړلي شوي دی. د ښاغلی زیار نوم د پښتو ژبې کره لیکنۍ بڼې سره په هممانیزه توګه کاورل کیږي. ښاغلی زیار تر اوسه د پښتو ژبې تاریخ کې په ټولو ژبپوهانو کې تر ټولو مخکښ پیلامګر او اغېزمن منلي شخصیت پیژندل شوي دی. که څه هم استاد زیار خپلې علمي ژبپوهنیزه څېړنې د خپل څانګپوهنیزه پازوالی (مسلکي مسوولیت) ګڼې. د پښتو ژبې یوه کره لیکبڼه د ده د ټول ژوند له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کیږي. موږ پښتانه افغانان او راتلونکې نسلونه باید د ژبپوه پوهاند دوکتور زیار د نه ستړي کیدونکي علمي هلو ځلو، فکرونو او زیارونو پوره پوروړي او منندويان واوسو. نن د پوهاند زیار نیمه پیړۍ ژبپوهنیزه زیار باندې هر ویښ افغان پښتون باید وویاړي. لوی څښتن تعالی د دې ستر علمي شخصیت، ژبپوهنیزه علمي هڅې، شپه، ورځ کار په خپل دربار کې په عبادت قبول او مقبول وګرځوي، ځکه دغې استاد په خپل ټول ژوند کې د څه د پاسه شپیته میلیونو سپیڅلې مسلمانانو ژبه په ډیره امانتداري سره پاللي او رغولي ده. له همدې امله نن ورځ د څښتن تعالی د ښیګڼې سیوري پر پوهاند زیار، پر پښتو ژبه او پر پښتانه غوړیدلي لویدلي دی. پوهاند زیار زموږ لومړنۍ ملي، رسمې او د لیک ژبې کولتور ته د پښتو ژبې ودې او کره والي (معیاریتوب) ته پر هیواني او نړیوال کچ هاندې هڅې تر سره کړي دي. پوهاند زیار د نیم پېړییزو څېړنیزو ازمېښتونو پر بنسټ پښتو ژبه پر پوهنیز آرونو د سیمه ییزو سیالو ژبو سره سیاله ګرځولي ده . زه ژبپوه نه یم، خو خپل وجدان مجبورکړي یم، څو کرښې د خپلې مورنۍ ژبې په اړه ولیکم، د پښتو ژبې د لیکلو په برخه کې زه یو ښاري نیملوستۍ پارسي، الماني او کابل ځپلي اماتور افغان پښتون یم. ما تر اوسه ښوونځی او پوهنځی پخپله مورنې ژبه کې نه، بلکې په پردۍ ژبه کې لوستي دي. ما ته دا ډیره ګرانه ده، چې زه پر پښتو لیکنه وکړم او بیا زما په شان نیملوستۍ افغان د ژبپوه د پوهاند دوکتور زیار د پوهنیزو چارو په اړه سمې او دقیقي خبرې وکړي. د پوهاند مجاور احمد زيار د څانګپوهنې په برخه کې ليکل څه آسانه کار نه دی.داسي هم نه شي کیدای چې د کوم شي په اړه سړی خبري نشي کولي، نو باید غلی پاتي شي. تر اوسه په پښتو ژبه کې هر پښتون ژبپوه لیکوال او قلموال هغسې لیکني کړي، چې څنګه د هغه زړه غوښتلي دي. په بله وینا هر څوک هغه څه کوي، چې څه د ده زړه غواړي، خو هغه څه نه کوي چې باید وکړي، اما ټول غواړي دې بهیر ته ځانونه ورګډ کړي. د پوهاند زیار د نیم پېړییزه غورځنګ هڅو او هلو ځلو پښتو ژبه کې خپلسري بیلابیل لیکدودي ګډود حالت ته د پای ټکی یښودلي دی. پوښتنه دا ده چې ولې پښتانه لیکوال، قلموال او د پښتو ژبې لیکوال د ښاغلی زیار د معیار غورځنګ له ترمینالوجیکي لارښودونو او لارښوونوسره سم خپلې لیکنې نه سمبالوي، څو د خپلسرو لیکوالو او څانګپوهانو ناکره پښتو او خپلسري وییرغاونې ګډوډيو مخه ونیول شي. د یوې یوازېنې کره لیکنۍ پښتو او د پښتو ژبې سلګونه سیمه ییز ګړدودنو جلاولي اړین دی. د پښتو ژبې په سلګونه ګړدودونه یا لهجې او د پښتنو په سلګونه ټبرونه د پښتو ژبۍ پانګې او زیرمې جوړوي. ګړدود یا لهجه د یوې ژبې یو سیمه ییز ډول دی. لهجې نه باید ټېل وهل شي او ترینه تیر شو، بلکې تر یو علمي غوړچان ورسته ترینه په یوه معیاري پیاوړي جګه ژبه کې وکارول شي او تر ډیره بریده له پردیو ویيونو یوه نږه کره ژبه جوړه کړل شي. کره ژبه په ډيرو ژبو کې له ګړدودنو څخه وده کړي. ګړدودوي ژبه باید له معیاري کره جګې ژبې څخه بیله وساتل شي او ورسره د ګړدودنو پالنه وشي او په سیمه ییزه کچه په ګړدودنو کې لیکنې وشي، د پښتون ولس د هر ټبر لیکوال کولالي شي پر سیمه ییز کچ په خپله ګړدودي ژبه کې لیکنې وکړي. هممهاله جګه کره لیکبڼه معیاري پیاوړي پښتو د لهجو څخه جلا وساتل شي. په بله وینا هر افغان پښتون باید خپله سیمه ییزه لهجه وساتي او کولی شي ورسره جګه پښتو ژبه، کره لیکنۍ پښتو زده کړي. پياوړی جګه ژبه د پیاوړیو جګ لوستو پوهنتوني پوهانو پر پوهنتوني کچ وي. موږ مجبور یو پښتو ژبه له بېلا بېلو ګړدودنو څخه یوه پیاوړي جګې نږه پر پوهنیزو آرونو ولاړه او ټولو ته د منلو وړ خوږه، پسته ژبه وګرځو. د پښتو ژبې ګړدودنه یوازې په کندهاري او ننګرهاري ګړدودونو کې باید خلاصه نشي. د پښتنو ټول ټبرونه یا قبیلې په خپلو سیمه ییزو ګړدودنو کې سره ګړیږي. موږ ټول پوهیزو، نن پښتون ولس یوې کره لیکنۍ پښتو ژبې ته اړتیا لري. ژبه تل د اووښتون او بدلون په حالت کې ده، د پښتو ژبې کره کیدل د یوویشتمې پیړۍ د پوهنې اړتیا او غوښتنه ده . آیا موږ فکر کوو، کله چې موږ د یوې موضوع په اړه غږیږو او یا دا چې موږ په ورځینې ژوند کې څنګه خپله مورنې پښتو ژبه لیکو او کاروو؟ کله چې موږ په کورنې ژوند کې د ورځینۍ ژبې پر ځای په جګه کره ژبه خبرې وکړو، داسي مالومیږي، چې ډیر جدي حالت رامنځ ته شوي دی یا یو بدلون تر سترګو کیږي. توپیر دا دی چې یوه ژبه د لوستو پوهنتوني روڼ اندو او بله ژبه د نالستو کلیوالو ده. په معیاري پیاوړي جګه ژبه کې سړی د ورځنۍ ژبې نه په ډیر څه پوهیږي. په همدې وجه جګه ژبه ځانته ارزښت ورکوي په زړه پوري ښکلي غږ او اهنګ لري. د پښتو ژبې هر ګړدود خپل ځانته جلا ځانګړي اوازونه او غږیږ جوړښت لري. سړی د دې تمه ونلري چې ټول خلک باید نن سبا د خپلې ژبې عادات بدل کړي، دغه پرمختګ،وده او بدلون په یوه اوږده موده کې رامنځ ته کیږي، پښتو ژپه په میلیونو نویو مسلکي پوهنیزو، تخنیکي، فلسفي اقتصادي، ټولنیزو وییونو او نيولوجېزمونو جوړونې ته اړتیا لري. ژبه زموږ د پوهې افقي پولې جوړوي، ژبه د انساني روح ټول ځواک دی، ژبه په چوپتیا کې جوړیږي، پرته له پښتو ژ بې څخه زموږ افغاني هویت ملي پيژند او ملي ویښتیانه ناشوني ده. د همدې ژبې په مرسته موږ افغانان سولې، پوهاوي، ملي یووالي، او ولسواکی ته رسیږو. پښتو ژبه زموږ د ملي هویت، د یو افغان ملي پېژند مهمه نښه ده. ژبپوه پوهاند دوکتور مجاور زیار یوویشتمه پیړۍ کې د یوې کره لیکنۍ پښتو پلار په نامه ستایل یا لقب نومول زما د پلټنې او ازونې له مخې که څه هم پخوا د پښتو ژبې پلار مومند بابا یاد شوي دی او ډیرو نورو پښتو ژبپوهانو د پښتو ژبې کره والي، یووالي تر څنګ پښتو لیکدودي او ګړدود او زړې پانګې په دودونه او رغاونه کې څه نا څه غیر علمي هاندې هڅې کړي دي. دوی د نن ورځې له نویو ژبپوهنیزو او وییپوهنیزو آرونو سره نا اشاناول. نړۍ، ټولنه او ژبه تل د اووښتون، بدلون اود پرمختګ په حالت کې وي. د پښتو ژبې په اسمان کې د پير روښان او دروېزه د ټولنیزې فلسفې رنګونه، د سلېمان ماکو ادبې پښتو نثر، د رحمان بابا روحانیت، د خوشال خان خټک ادبي کلاسیکه پانګه، د محمد هوتک پښتو نثر، د حمزه بابا حماسي غزلونه او همدارنګه د پوهاند علامه حبیبي تاریخ او سیاست ستوري ځلیږي. د نیمې پیړې راهیسې د پښتنو پر نړۍ د پوهاند زیار د معیاري غورځنګ له برکته پر پښتني سیمو یو روښانه ځلانده لمر په راختو دی. د ژبپوهنې له انده، ژبه په چوپتیا کې جوړیږي، کله چې یو انسان نیمه پیړۍ پر لوړ نړیوال اکادېمیک کچ زموږ مورنۍ ژبې ته په چوپه چوپتیا کې د سمون، رغون او پراختیا لپاره فکر او کار کړي وي، آیا دا مخکښ پیلامګر، نوښتګر او ستر انسان پوهاند دوکتور زیار د پښتو ژبې پلار نشي بلل کیدای؟ ژبپوه پوهاند زیار پر نړیوال کچ په ژبپوهنه کې لوړي زده کړي کړي دي. د پارسي، عربي، انګریزي او الماني ژبو په معیارنو او ارونو پوهیږي او ګړیږي. استاد نړیوالو معیارنو او آرونو ته په کتو سره زموږ ناکره ګډه وډه، خوره وره، پر ګړدودنو رنګول شوي ژبې ته د نړیوالو ټولمنلي معیارنو پر بنسټ ژبپوهنیزو معیارونه، یو کره فورم او ستایل رامنځ ته کړي دی، یوویشتمه پیړۍ کې پوهاند زیار یوازینې بېدودی (استثنايي) ستر علمي شخصیت دی، چې زموږ مورنۍ، ملي، رسمي پښتو ژبې ته د وخت له غوښتنو سره سم په بشپړه توګه، په معقوله، منطقي، مناسب ډول پیلي او الزامي توګه په کتابي نږه بڼه کې د یوې یوازیني کره لیکنۍ پښتو ریفورم کړي او رغولي او یوې کره پښتو لیکلارې اړوند لیکدود (اورتوګرافيک) یو ځایلیکل او جلا لیکل او د نا کره آره بڼه له کره شوي لیکنبڼې په اړوند لیکنې او لارښوونې کړي دي. که نن ټول ړون اندې ځانخبري پښتانه په ویښه او عملي توګه د زیار په غورځنګ کې په برابره کچه ونډه واخلي، د پښتنو راتلونکي نسلونه به یوه کره او یوه یوازینې لیکني بڼه له وړکتونه تر پوهنتونه په علمي معیاري اډانه کې زده کړي او پښتو به په ټولو دولتي ادارو او رسنیو کې یو ډول په ټولمنلي توګه وکارول شي .له دې امله د لرغوني پښتو ژبي په تاریخ کې د ستر پوهاند زیار اهمیت او مخکښتوب پرته له شک و شوبيانه منلي شوي دی. د پښتو ژبې د پایښت او ودې، د پښتو ژبې لیک لوست او د لیک په لیږ رالیږ کې د یوې واحدې کره لیکني بڼه ځښته ډیره اړینه ده. اوس د ډیرو ړون اندو پښتنو هوښ او فکر سر ته راغلي او پوهیدلي دي، چې خپله مورنۍژبه پلل تعصب نه دی، بلکي تعصبونه لمنځه وړل دي. له دې امله پښتوکوو، پښتو وایو، پښتو لیکو، پښتو پالو، په پښتو او پښتونولۍ ویاړو او د پښتو ژبې مخکښ پوهان لمانځو. پښتانه پوهیږي چې د خپلي مورنۍ ژبې یووالي او د پښتنو یووالي ته پرته له خیبره بله لار نشته. د ښاغلي زیار غورځنګ د لار ښوونو او لارښودونو له امله نن د پښتو ژبې ویښ لیکوال او قلموال په رسمي او یا نارسمي ډول په کارونک او دودونک کې لږ یا ډیره ونډه اخلي. وسمهال پښتانه ځوان قلموال او لیکوال د خپل ټبریز او سیمه ییز ګړدود پر ځاي د سراسري یوې یوازینۍ کره لیکنۍ پښتو زده کړې او کارونې ته ځښټ ډیر اهمیت او ارزښت ورکوي. د پوهاند زیار پوهنیزه غورځنګ د لارښوونو اولارښودونو پر له پسې هڅو او اغېزو په پایله کې ډیرې لیکوال، څېړنوال او رسنوال یوه یوازینۍ کره ژبه کاروي. نن ډیر ځانخبري پوه پښتانه روڼ اندې لیکوال، قلموال او رسنوال د ښاغلي پوهاند مجارو احمد زیار په مشرۍ د نیمې پیړۍ راهیسې پیل شوي غورځنګ د ژبني کولتور هاندو او هڅو لارښودونو سره سم د یوې کره لیکنۍ پښتو په خپرونې او دودونې کې بوخت دي. د یوې کره لیکنۍ پښتو معیار غورځنګ د لارښوونو سره سره بیا هم ځینې پښتانه لیکوال داسي لیکنې کوي، څنګه چې دی خبرې کوي، لیکوال نشي کولالي خپل سیمه ییز ګړدود ناکره ژبې له یوې کره معیاري ژبې څخه بېله وساتي. زه پخپله د خپلي سیمه ییز تبرني ځدراڼې قبیلې ګردود تر اغیز لاندې یم، تر وسې وسې هڅه کوم د یوې کره پښتو لیکلارې لاروي په توګه دغه دواړه ژبې بیلي وساتم. که چېرې هر څوک داسي لیکني کوي، چې څنګه يي دی غواړي، لوستونکی باید په وار وار له ځانه سره په ابهام کې مشوره وکړي او یا له ځانه پوښتنه وکړي، دا څه مانا لري او یا څه مانا ورکوي. د ډیرې خواشینۍ او نهیلي خبره ده، د څه د پاسه نیمه پیړۍ د زیار د معیاري غورځنګ له سلګونو لارښوونو لار ښودودنو، کره کتنو او نیوکو سره سره بیا هم ډیرې اوسني زدکړوال او لیکوال پر دغه نابښنوړه ګناه سترګې پټوي او غوږونه کڼوي او د نیم پيړییزو معیاري غورځنګ له څېړنو او ازمېښتونو سره ځانونه نه سموي. پښتانه مجبور دي خپل لنډ تنګ ټبریز سیمه ییزګړدود د یوې سراسري کره پښتو ژبې لیکدوده بیل کړي. د پوهاند زیار ژبپوهنیزه غورځنګ ځینې ګوتنیونکي دا ګونیونکي پرته له کوم منطقي علمي بنسټه یا د نوې ژبپوهنې آرونو او یا ژبپوهنیزه تیوریکي ملاتړه د پوهاند زیار نیم پیړنېز ژبپوهنیر غورځنګ په وړاندې بې بنسټه ګوتنیونکې څرګندونې کوي. ځینې ټاکلو متعصبه ناپوهه کړی د ژبپوه پوهاند زیار ژبپوهنیزو علمي فعالیتو ته د ختیځي او لویدیځي ګړدود ترمنځ د ټکر یا سیالۍ رنگ او بوی ورکوي او په ډیره ناپوهي سره د پښتنو تر منځ د بې اتفاقي یو بل درز اچولو ته لاره خلاصوي. ځینې ساده پښتانه لیکوال بیا په دې اند دي ،چې یوه ساده لنډه روانه او اسانه پښتو ژبه او پښتو لیکلار باید وکارول شي، څو هر لوستونکي او هر اوریدونکی پرې پوه شي. دا ډول لیکوال کلیوال او سیمه وال فکر لري. دوی په نورو ژبو کې کره اکاېمیکه ژبه او څېړنېزه لیکنه نه ده پېژندلي او نې خپله کوم علمي تېزس لیکلي او که لیکلي هم وي، دوی پرخپل لنډ تنګ سیمه ییز ګړدود کې لیکلي دی. دوی د خپلې پښتو ژبې له ځواک او توانه ناخبر دي، دا ډول خلکو ته سکته (قناعت) ورکول ډیر گران دي، ځکه يوخوا د ژبې او ژبپوهنې په توپیر نه پوهیږي او بلخوا ژبپوهنيزې ليکنې څېړنې د هر نیمه زده کړه وال او نیمه ليکوال چار نه ده. ځینې نور بیا د پوهاند زیار نیم پېړنیزو څېړنو او ازمیښتونو ته وایي،٬٬ نو داسي کره ژبه به په څه درد وخوري چي زما په شان پښتانه یې لاهم په مطلب اخیستلو کي ستونزي لري٬٬. که له دې ښاغلي پوښتنه وشي چې په ایراني پارسي، اوردو او انګریزي ژبو پوهیږۍ،ځواب بلی دی. دی بیا هم وايي د پوهاند زیار په نږه کره پښتو ژبه نه پوهیږي ؟. په ټولو ګوتنیوکو کې دا ګوتنیوکه ډیره د افسوس وړ خبر ده. که زما په شان اماتور نیملوستي زدکړوال، کابل او لویدیځ ځپلي پښتانه چې د دریو نسلو راهیسې د خپل کلیوالي چاپیریاله بهر په کابل او لویدیځ کې ژوند کوي، کله چې دوی په لومړي ځل د پوهاند زیار په کره لیکلار باندې پوهه نشي، په دویم ځل لوستلو سره د پوهاند زیار په پوهنیزه څېړنو او لیکنو باندې سم دم پوهیږي او مطلب تیرینه اخیستلي شي. موږ باید په دې هم وپوهیږو،چې هر څوک د زیار پشان نږه علمي لیکنه نشي کولای . د پوهاند دوکتور زیار هغو ګوتنیونکو ژبپوهانو او لیکوالو ته، چې وايي پښتو ژبه یي ګرانه یا پيچلي کړي ده، ځواب داسی دی، د نړیوالتوب، ټیکنالوجۍ او د نورو سیمه ییزو او نړیوالو ژبو پرمختیا له ځغلنده بهیر سره د پښتو رغنده او علمي هڅه ولې د تشو خبرو او انګروزو بلهاري شي؟ پوهاند زیار په خپله یوه بله مرکه کې دغو ګوتنیونکو ته داسي وايي: هو، که زما د مړينې پر سبا کومه نوې ژبپوهنيزه تيوري پيدا شوه، او د کومې معجزې له مخې کوم پښتون ژبپوهاند، لکه خرېړی له ځمکې را زرغون شو، دا رښته لري چې ووايي، په پښتو ژبپوهنه کې د زيار اړونده زده کړې او کارولې تيوري نوره نه چلېږي، نه دا چې ستا په خبره، د تيورۍ پرځای زما بد ووايي او اروا مې نارامه کاندې. پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار پوهیږي او په ډاډمنه توګه وايي: د معياري پښتو ګاډی یا (ماشین) په خوځښت راغلی، نور يې څوک مخه نه شي نيولی. ژبپوهنه، وییپوهنه، توکمپوهنه او د ژبې ځانګړې څانګپوهنې، نیوجیزم، نویزونه او د ژبي داسي نورې برخې په اړه پوهنیزې چارې د هر اماتور ژبپوه کار نه دی. پوهاند زیار په دې برخو کې ځښتي ډیرې څېړنې کړي او علمي کتابونه لیکي دي. پوهاند زیار نیمه پیړۍ زیار ایستلي، څو زموږ ملي رسمې ژبه او زموږ مورنۍ ژبې د لاسبرو ژبو له ګونډو په بریالي ټوګه را وباسي او ورسره پښتو ژبې ته یو نوې سبک و ستایل وروبښلي دی. پوهاند زیار د خپلي ژبپوهنیزي پوهي پر بنسټ یو عمر زیار ایستلي دی، څو کره پښتو ژبه له ګړدودنو او ګړدودنه له کره ژبي څخه د یوې کره لیکلار او لیکدود له لارې بیله کړي. پوهاند زیار یوویشتمه پیړۍ کې تر ټولو پوهانو مخکښ د پښتو ژبي یو ستر نابغه علمي اکاېمیک شخصیت دی، چې د پښتو ژبي په تاریخ او د پښتو ژبي په نړۍ کې ساري نه دی لیدل شوي . پايله: زموږ پښتو ژبه هم لکه د نړۍ نورې ژبې د ګړدود او کره لیکبڼې ربړۍ او ستونزي لري. پوهاند زیار زیار ایستلي او دا ستونزې پېژندلي او را کمي کړی دي. پوهاند زیار د وخت له اړتیاو او غوښتنو سره سم نوې ریفورمونونه او سمونونه رامنځ ته کړي او پلې کړي دي.د ولس عام ذهنیت راویښ کړي او پوهولي، څو په نویو ژبنۍ بدلونونو کې چټک کوټلي ګامونه واخلۍ. زما په اند پوهاند دوکتور مجاور زیار یو افغانشموله نړیوال افغانپوه دی، د هغه په پوهنیزو فعالیتونو کې د ختیځي او لویدیځي لهجي رنګ،خوند او د ټکر بوی نشته. پوهاند زیار په خپله ستره عالي پوهه کې هیڅ وخت سیمه ییز فکر کولي نشي.دی پخپله ستر پوهه کې د درست پښتون افغان ولس کره ژبې ته فکر کوي. د پوهاند زیار په ژبپوهنیزه پوهي کې لوی کندهار، کابل، کندوز، لویه پکتیا، لوی وزیرستان، تاریخي ښار پيښور، سویلي پښتونخوا، کوټه او لوی ننګرهار کې شته ګردودنه یو شانته ګوري. دی په دې ډیر ښه پوهیږي، چې نن ټول پښتانه یوې سراسري یوازینۍ کره پښتو لیکنۍ ته اړتیا لري. تر پوهاند زیار مخکې هیڅ یوه بل پښتون ژبپوه په دې ډول یوه ژبيوهنیزه منطقي طرحه او تیوري پښتنو ته نه ده وړاندې کړي او له پوهاند زیار ورسته به هم کوم افغان پښتون د معجزې له مخې د ده ژبپونیزه تيورۍ په وړاندې یوه بدیله تیوري وړاندې نشي کړې. که چا په ورستي نیمه پیړۍ کې د استاد زیار تیوریکي او عملي ژبيوهنه، پوهنیز څېړنې، لیکنې، کتابونه او ادبي هستونې لوستلي یا کتلي وي، دی د پرلپسې رغښتي او لیکدودي سمونونو یا ریفورمونو سره مخامخ کیږي او ټولې هڅې یي یوې یوازینۍ کره پښتو لیک بڼي ته تر سره کړي دي. د پوهاند زيار وړو قاموسونو په تېره د نوېزونو، هممانيزونو او سربلونه او په دې وروستيو کې د پښتو ژبې ليکلارښود د يوې- کره ليکنۍ پښتو روان پرمختيايي بهير دومره چټک پرمختګ کړي، چې په ټوله مانا دا غورځنګ يورښتيني يو واريز غورځنګ ګڼل کيداي شي. ټول پښتانه پوهیږي، چې پښتو ژبه د ګړدودنو په لومه کې ښکېله پاتي ده. پښتو ژبه لکه نورې ژبې د معیار ربړې لري.هره ژبه په خپل ټولنيز بهير کې وده کوي. ګڼشمېر ګړدودونه په يوه ژبه کې راټولېږي او ورو ورو د معياري ژبې بڼه اخلي. په دې لاره کې باید د ژبپوهانو له لوري ستونزې ورهوارې شي. د پوهاند مجاور احمد زيار د پښتو ژبې د معياري کېدلو په برخه کې پوهنیزه څېړنې د درنښت وړ دي. استاد مجاور احمد زيار په خپلو څېړنو کې په زغرده د پښتوتاریخ او پښتنو ټولنيزې ستونزې نیغ په نېِغه یادې کړي دي او د ځوان پښت پام يې د ژبې او ټولنيز ژوند خوالو او ناخوالو ته اړولی دی او په ډېره روښانه بڼه يې ستونزې يادې کړې دي او علمي حللارې ورته وړاندې کړې دي. پوهاند زیار افغان ځوان پښت لپاره د ژبپوهنې او د پښتو ژبې ودې او پراختیا مبارزه کې یوه ځلانده مخکښه څېره ده. دی ځوان پښتني پښت ته نوې ژبپوهنیز فکرونه وړاندې کوي. پښتو ژبه يې په نویو ژبپوهنیزو آرونو د نورو ژبو سره سیاله ګرځولي ده. پوهاند زیار پخپلو ژبپوهنیزو هلو ځلو کې د یوې کره پښتو لیکلارې په اړه پښتو لیکدود، پښتو لیکلارې په برخه کې، د نوې ژبپوهنې موخو ته د رسیدو پر مهال هغه وخت نوره بریالي کیدای، چې زه او ته ورسره مل شو او د زیار معیاري غورځنګ لیکنې هڅې او نوښتونونه نوې پښتون نسل ته ورسوو . ړون اندې ویښ پښتانه نوره په خبره پوه شۍ، وخت باید نوره ضایغه نکړۍ، د زیار د غورځنګ لارښوونو او لارښودونو سره سم پرته له تعصب او تنګنظريو څخه خپل قلم او خپله ژبه وچلوۍ او له دې غورځنګ سره باید په ریښتني ټوګه مل شۍ. د پښتنو تر منځ د نا پوهي او بي تفاوتي لوبه باید پای ته ورسوۍ. پښتانه باید وپوهیږي، چې د لر او بر یو افغان ملت د یووالي په لاره کې د پښتنو ژبني یووالي تر ټولو لومړني ازموینه ده. هیله ده، چې سږ کال د ویښو ځوانانو افغانانو، سیاسي، مدني فعلانو، لیکوالو او د پښتنو مشرانو له لوري د غبرګولي په اتمه نیټه د پښتو ورځ په نمانځغونډه کې د افغانستان د علومو اکادیمۍمشرتابه څخه غوښتنه وکړي،څو پوهاند دوکتور مجاور زیار رسمآ د پښتو ژبې پلار په نامه وستایي. د ټولو پښتومينو د سم پوهاوي په هيله، په ټوله پښتني مینه د پښتو ژبۍ پلار ته درنښت. پای