د ډيورنډ کرښي په تړاو د ځینو کسانو څرګندونو په ضد مظاهره وسوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67752
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-04-16

په ننګرهار کې سلګونه ځوانانو د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو د ځينو کسانو وروستۍ څرګندونې د سوله ايز لاريون په ترڅ کې وغندلې .
د شنبې په ورځ په ننګرها ر کې سلګونه ځوانانو د ډيورنډ فرضي کرښې د نه منلو او په تړاو يې د ځينو کسانو وروستۍ څرګندونې د سوله ايز لاريون په ترڅ کې وغندلې .
لاريون کوونکو د پاکستان پرضد شعارونه ورکول او د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه د امنيتي ځواکونو د عملياتو ملاتړ او ستاينه يې کوله .
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل، چې ډيورنډ کرښه يوه ملي موضوع ده او په ملي مسايلو کې هيڅ د بهرنيو کړيو غړي د نظرورکولو حق نلري .
نوموړي زياته کړه افغانان د ډيورنډ کرغيړنه کرښه په رسميت نه پيژني او نه به چاته ددې اجازه ورکړي ، چې ياده موضوع په خپله شخصي او يا د بادارانو په ګټه وڅرخوي .
احمدزي داهم وويل، چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د مخالفو وسلوالو د ځپلو په موخه د پيل شوو عملياتو او هوايي بريدونو ستاينه او ملاتړ کوي.
مدني فعال عبدالرحمن معاون دافغان امنيتي ځواکونو قربانيو او سرښندنو يادونه وکړه اوهغه خلک يې وغندل ، چې خپله خاوره دبل هېواد خاورې پورې تړي.
لاريون کوونکو له دولته غوښتنه وکړه ، هغه اشخاص چې د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو غيرې مسولانه نظيريات ورکړي د ملي خيانت په تور دې عدلې او قضايي ارګانونو ته وسپاري څو په راتلوونکي کې د نورو لپاره د عبرت سبب وګرځي .