قومې مشران داروزګان له والي څخه خپل ملاتړ کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67783
احسان الله ولس يار اروزګان
دخبریدو نیټه : 2017-04-17

اروزګان له کومه وخته چي امنيتي وضيعت خراپ سوي ولس يي بیا ارامه ورځ نه ده ليدلي په وار وار يي له دولت څخه دعملياتو دپیل غوښتنې کړي ديک شنبی په ورځ بيا د ولايت په مقام کي ديوي غونډي پر مهال يوه شمير قومي مشرانو او سپین ږيرو داروزګان د والي محمد نزير خروټي څخه خپل ملاتړ اعلان کړي دوی وايي په هر وخت کي به له والي څخه ملاتړ کوي او په کلکه به يي تر شاه وديږي خو داروزګان له والي ښاغلي محمدنزير خروټي څخه دعملياتو دپیل غوښتنه وکړه او ويل چي امنيتي مسولين دي ورته سيمي پاکی کړي دوي وايي چي په مخکنيو عملياتو کي دولت پرمختګ کړي خو اوس یي بیرته زياتي سيمي خوشي کړي دوي انديښنه وښودل چي که حالت همدا سي پاته سي عامه خلګ به له نورو زيانونه سره هم مخ سي دغه مشران همدا رنګه وايي چۍ دجګړو تر ټولو زيات زيان ولس ته رسیدلي دوي دملي اردو دتوپچي بريدونوبنديدل هم غواړي او په وينايي چي دومره زيان يي وسلوالو ته نه دي رسيدلي لکه عامو خلګو ته دغه مشران وايي که يي سيمي ورته تصفيه سي چمتو دي چي دخپلو سيمو ساتنه خپله وکړي داروزګان ولايت والي هم له ټولو قومی مشرانو او سپین ږيرو څخه مننه وکړه چي تل يي له دولت سره همکاري کړي ده نومړي د يادو قومي مشرانو غوښتني يي ټولي پر ځاي وبللي دی وايي چي تل يي د ولس ږغ تر لوړپورو چارواکو رسولي او په هر حالت کي به داروزګان له ولس سره اوسي والي زياته کړه چي په راتلونکو څو ورځو کي به يو لوپوړي امنيتي پلاوي اروزګان ته راسي او دامنيتي ځواکونو ټولي شته ستونزي به واوري خروټي له دغوخلګو څخه غوښتنه وکړه چي ولسي مشران دي له وسلوالو مخاليفينو سره خبري وکړي او د سولي بهيرته دي راولي باید وويل چي له تيرڅو ورځ، راهيسي په اروزګان کي دامنیتي چارواکو په خبره دخالد په نوم عمليات پیل سوي چي ښي لاسته راوړني هم لري خو تيره ورځ ولايتی شورا غړواو يوه شمير قومي مشران وويلي وه چي د خالد په نامه پیل سوه عملياتو کي دولت هیڅ لاس ته راوړنه نلري